نتانياهو د ايران او امريکا پر تړون له نیوکو ډډه وکړه
۱۴۰۵ خرداد ۲۶, سهشنبه
د اسرائيل له لومړي وزير بنيامين نتانياهو، څخه چې کله پرون، دوشنبه د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د امريکا متحده ایالاتو له ولسمشر سره د نظر د اختلاف د رپوټونو په اړه وپوښتل شول نو نوموړي وویل چې دې دواړو مشرانو تل يو ډول نظرونه نه دي درلودلي.
نتانياهو وويل: «زه د اسرائيل د امنيتي ګټو له پاره مسئول يم.»
متحده ايالاتو او ایران د يکشنبې په ورځ پر يوې لومړنۍ هوکړې باندې توافق وکړ چې د مخې به یې د جمعې په ورځ په سویس کې د دې هوکړې په رسمي توګه تر لاسليک کیدو وروسته د هرمز تنګی پرانيستل کيږي او اوربند به پسې غځيږي.
اړونده موضوع: ګوتېرش: د ایران او امریکا ترمنځ توافق یو«مهم گام» دی
د دې تړون جزيات تر اوسه نه دی خپاره شوي او بنيامين نتانياهو، هم پخپلو خبرو کې وویل چې «موږ تر اوسه نه پوهيږو چې هوکړه به څرنګه ښکاري.»
نتانياهو، او ترمپ، د ايران پر وړاندې جګړه له يوه همغږي دريځ څخه پېل کړې وه خو اسرائيل اوس له ایران سره د تړون يو اړخ نه دی.
په اسرائيل کې دننه پر تړون په تیره بيا د اپوزيسيون سياستوالو نیوکې وکړې او هغه یې ایران ته د تسليمۍ په توګه ياد کړ.
نتانياهو: د ایران د جګړې پای د ایران د اتومي پروګرام په درېدو پورې اړه لري
د اسرائيل لومړي وزير بنيامين نتانياهو، د دوشنبې په ورځ وويل چې د ایران پر وړاندې یې پوځي کمپاين د دې مخه ونيوله چې دغه هېواد په نږدې وخت کې اتومي وسلې ترلاسه کړای شي او د يهودي دولت بقا ته د متوجې ګواښ مخ یې اړولی دی.
نتانياهو، وويل: «موږ د اسرائيل دولت د اتومي تباهۍ له ګواښ څخه وژغوره.»
د اسرائيل دغه مشر وويل چې که چېرې اسرائيل له متحده ايالاتو سره يوځای پوځي عمليات نه وای ترسره کړي نو «ایران به لا دمخه اتومي بمونه لرلي وای.» هغه زياته کړه چې دې کمپاين دغه خطر د راتلونکو «کلونو» له پاره له منځه يوړ.
ولسمشر دونالد ترمپ، ادعا کړې ده چې له ایران سره د متحده ایالاتو تړون به دا خبره تضمین کړي چې دغه هېواد به اتومي وسلې نه جوړوي.
اړونده موضوع: امريکا او ایران يوې هوکړې ته سره رسيدلي دي
خو په دې اړه هیڅ وضاحت موجود نه دی چې ایران په دقيق ډول د څه په اړه ژمنتيا ښوولې ده ځکه چې د هوکړې سند تر اوسه نشر شوی نه دی.
ایران تر دې مخه هم ژمنه کړې وه چې د اتومي وسلو خپل پروګرام به دروي، په هغه تړون کې هم چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما په وخت کې شوی وو.
نتانياهو، وويل: «له يوه تړون سره او هم له يوه تړون پرته به ایران اتومي وسلې ونه لري.» نوموړي زياته کړې: «تر څو چې زه د اسرائيل لومړی وزير یم دا کار به ونه شي.»
نتانياهو، همدا راز وويل چې د ایران او د دغه هېواد د سيمه ایزو متحدينو پر وړاندې د اسرئيل کمپاين لا پای ته نه دی رسېدلی. هغه وويل چې اسرائيلي ځواکونو به په غزه، د لبنان په جنوب او سوریه کې «په امنيتي ساحو» کې تر هغه وخته پاتې وي څو یې چې اړتيا موجوده وي.