1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

ایران: امریکا دې د موافقې له پاره غیر ضروري غوښتنې نه کوي

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ اسفند ۸, جمعه

ایران خبرداری ورکړی دی چې امریکا باید هر ډول احتمالي اټومي موافقې ته د رسیدو په خاطر خپلې «غیر ضروري او تر اندازې ډیرې غوښتنې» ترک کړي. د عمان په منځګړیتوب روان مذاکرات د جګړې د مخنوي له پاره وروستۍ هڅې بلل کیږي.

په مدیترانې کې د «یو اِس اِس جیرالډ آر فورډ» بیړۍ.
په مدیترانې کې د نړۍ تر ټولو ستره الوتکې لیږدونکې بیړۍ «یو اِس اِس جیرالډ آر فورډ» ګمارل شوې ده.انځور: Costas Metaxakis/AFP

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي دي چې په مذاکراتو کې د پرمختګ له پاره مقابل لوری باید له جدیت او واقع بینۍ څخه کار واخلي.

په ژنیف کې له وروستیو خبرو اترو وروسته هغه وویل چې په مذاکراتو کې د اټومي پروګرام او بندیزونو د ختمولو په برخه کې «مهم پرمختګ» شوی دی او تمه کیږي چې راتلونکی پړاو به له یوې اونۍ څخه هم په لږه موده کې پیل شي. تخنیکي خبرې اترې په ويانا کې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ په اداره کې شوې دي. 

بل لور ته د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ پر ایران په اروپا او سیمه کې د امریکایي پوځي اډو د په نښه کولو توان درلودونکو توغندیو د جوړولو تور لګولی دی او ویلې یې دي چې تهران «خطرناکې اټومي ارادې» لري.

ایران دغه تورونه «ستر درواغ» بللي دي او خپل دریځ یې بیا تکرار کړی دی چې د دغه هیواد اټومي پروګرام د سوله ایزو موخو له پاره دی.

د امریکایي رسنیو په حواله کیدای شي امریکا له ایران څخه د خپلو درو اټومي مرکزونو د لمنځه وړلو او امریکا ته د غني کړای شوو یورانیمو د سپارلو غوښتنه وکړي. همدارنګه امریکا د تهران د بالستیک توغندیو پر پروګرام او په سیمه کې د وسله والو ډلو پر ملاتړ هم د بندیزونو غوښتونکې ده.

ایا ایران خپل اټومي پروګرام جاري ساتلی شي؟

01:24

This browser does not support the video element.

ایران په ډاګه کړې ده چې مذاکرات باید یوازې د اټومي پروګرام پر محور وي. په سیمه کې د تشنج زیاتیدو سره هم مهاله امریکا په خپل پوځي حضور کې هم د پام وړ زیاتوالی رامنځته کړی دی.

په مدیترانې کې د نړۍ تر ټولو ستره الوتکې لیږدونکې بیړۍ «یو اِس اِس جیرالډ آر فورډ» ګمارل شوې ده. دا په داسې حال کې چې د «یو اِس اِس ابراهام لنکن» په ګډون له لسو ډیر سمندري بیړۍ لادمخه په منځني ختیځ کې موجود دي.

په یوه وخت کې د دوو سترو امریکايي جنګي بیړیو موجودیت غیر عادي ګڼل کیږي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي دي چې ایران هیڅ کله د اټومي وسلو ترلاسه کولو اراده نه لري. خو په وروستي ځل مذاکرات هغه وخت ناکامه شول چې اسرائیل پر ایران بریدونه وکړ او ۱۲ ورځنۍ جګړه پیل شوه، په کوم کې چې امریکا هم د ایران پر اټومي تاسیساتو بمبارۍ کړې وې.

د شنونکو په خبره روان مذاکرات یوه نازک پړاو ته داخل شوي دي، چیرې چې دیپلوماتیک او پوځي فشار مهمهاله روان دی او د هر ډول غلط اټکل له امله په سیمه کې یوه پراخه شخړه را ټوکیدلی شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب