1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په سوريه کې پر ايران پلوو ځواکونو بريد وکړ

۱۳۹۹ اسفند ۸, جمعه

د امریکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بايدن امر وکړ چې په عراق کې پر پرتو امريکايي پوځي او ديپلوماتيکو تاسيساتو باندې د بريد په بدل کې په سوريه کې پر ايران پلوو ځواکونو بريد وشي. دغه خبره پنټاګون کړې ده.

USA I Luftaufnahme des Pentagon in Washington
انځور: Photoshot/picture alliance

پنټاګون يا د متحده آيالاتو د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ وويل چې د امريکا متحده ايالاتو پوځ د سوريې په ختيځ کې د ايران له ملاتړ څخه برخمنو مليشه ځواکونو باندې هوايي بريد کړی دی. دغه بريد په عراق کې د توغنديو د بېلابېلو بريدونو په بدل کې کيږي چې په عراق کې يې د امريکايي ځواکونه او ديپلوماتيک تاسيسات په نخښه کړي ول.

د بريد په اړه څومره معلومات شته؟

پنټاګون وويل چې بريدونه د «سرحدي کنترول يوې نقطې» سره پر تاسيساتو شوي چې ايران پلوي د کتايب حزب الله او کتايب شعيد الشهدا ډلې يې کاروي.
امريکايي چارواکو ونه ويل چې په سوريه کې دغه بريد تلفات هم لرل، که څنګه. خو په بريتانيا کې مېشتې د بشري حقونو د څار ډلې وويل چې ۱۷ ايران پلوي جنګيالي په دغه بريد کې وژل شوي دي.
دغه هوايي بريد د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر جو بايدن لومړی پوځي اقدام دی. 

/ن.ص/ن.ز/.am/rs

دا د ولسمشر جو بايدن په امر لومړی تر سره شوی بريد دیانځور: Evan Vucci/AP/picture alliance / ASSOCIATED PRESS
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب