1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران او امریکا ترمنځ دوهم پړاو مذاکرات په روم کې پیل شول

۱۴۰۴ فروردین ۳۰, شنبه

د تهران د اتومي پروګرام په هکله د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو دوهم پړاو د ايټالیا په پلازمېنه روم کې پيل شو. ایران ويلي اتومي توافق ته لاسرسی په هغه صورت کې امکان لرلی شي چې واشنګټن پر واقعیتونو سترګې پټې نه کړي.

Italien Rom 2025 | Irans Außenminister Abbas Araghchi trifft italienischen Amtskollegen Antonio Tajani
انځور: Iranian Foreign Ministry/ZUMA Press/picture alliance

د ایران دولتي تلویزیون د شنبې ورځې په سهار د ایران د بهرنیو چارو د وزیر، عباس عراقچي، انځورونه خپاره کړل چې روم ته داخل شو. په پام کې ده چې هغه به لومړی د عمان له منځګړو او بیا د منځني ختيځ له پاره د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړي استازي ستیف ویتکوف سره وګوري.

عراقچي د جمعې په ورځ د دونالد ترمپ له حکومت سره د دوهم پړاو مذاکراتو د مخه وویل: «ایران په دی باور دی چې له امریکا متحده ایالاتو سره ېې د اتومي پروګرام پر سر توافق هغه وخت کېدای شي چې واشنګټن واقع بینه وي.»

 د ایران د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره تر خبرو وروسته وویل: «که هغوی خپل جدیت په خپل نیت کې ښکاره کړي او غیرواقعي غوښتنې مطرح نه کړي، هوکړې ته رسېدل ممکن دی.»

ورته نور ولولئ: اټومي مذاکرات؛ د ایران او امریکا پلاوي عمان ته رسېدلي

په روم کې د مذاکراتو دوهم پړاو د مسقط له مذاکراتو چې ایران هغه غیرمستقیم مذاکرات ښودلي، یوه اوونۍ وروسته پیلیږي. د عمان په پلازمېنه مسقط کې د تهران او واشنګټن د لوړپوړو چارواکو تر منځ یاد مذاکرات له ۲۰۱۸ کال راهیسې چې دونالد ترمپ د ایران له اتومي پروګرامه ووت، لومړني مذاکرات ول. دواړو لورو دغه مذاکرات ګټور بللي دي.

د امریکا په ګډون غربي هېوادونه له مودو راهیسې پر ایران تور لګوي چې اتومي وسلو ته د لاسرسي له پاره هڅې کوي. خو تهران په پرله پسې توګه دغه تورونه رد کړي او وايي چې اتومي پروګرام ېې سولیز دی او پوځي موخې نه لري.

تهران او واشنګټن په ۱۹۷۹ کې د ایران د اسلامي انقلابه د لږ وروسته راهیسې په خپلو کې هېڅ ډول ديپلوماتيکي اړیکي نه دي لرلي.

پر ایران د ترمپ د حد اکثر فشار کمپاین

 د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د روان کال په جنوري میاشت کې د واک ترلاسه کولو وروسته، د ایران پر ضد د «حد اکثر فشار» کمپاین له سره پیل کړ.

نور ولولئ: دونالد ترمپ، وايي امريکا له ايران سره خبرې اترې پلانوي 

هغه به مارچ میاشت کې د ایران مذهبی رهبر علي خامنه ای ته یو لیک واستوه او د ایران د اتومي پروګرام مذاکراتو پر بیا پیلېدو ېې ټينګار وکړ. ترمپ په عین وخت کې د مذاکراتو د ناکامېدو په صورت کې د ایران پر ضد د یو احتمالي پوځي اقدام خبرداری هم ورکړ.

ولې د ایران د اټومي پروګرام موضوع ته بیا پام اوښتی؟

ترمپ د پنجشنبې په ورځ وویل: «زه د پوځي اقدام له پاره بېړه نه لرم. زه فکر کوم ایران غواړي مذاکرات وکړي.»

عراقچي د جمعې په ورځ وویل چې هغه په لومړي پړاو مذاکراتو کې په امریکایانو کې د «جدیت یوه درجه» ولېده، چې د هغوی نیت یې تر پوښتنې لاندې راوست.

هغه په مسکو کې په یوه خبري  کنفرانس کې وویل: «سربېره پر دې چې موږ د امریکايي لور د انګیزې او هدف په هکله جدي شکونه لرو، خو په هر صورت کې د شنبې ورځې په مذاکراتو کې ګډون کوو.»

ورته نور ولولئ: ټرمپ: د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیل د برید لامل ایران و

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، د شنبې په سهار پر ټولنیزو رسنیو ولیکل: «تهران پوهېده چې دا لاره هواره نه ده، خو موږ هر ګام په خلاصو سترګو او د تېرو تجربو په مرسته تعقیبوو.»

رافال ګروسي چې د ملګرو ملتونو د اتومي پروګرامونو څارګر دی، په یوه مرکه کې چې د چهارشنبې په ورځ پر فرانسوي ورځپاڼې لو موند خپره شوه، وویل چې ایران د اتومي بم تر جوړېدو «ډېره فاصله» نه لري.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل