د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د نومبر میاشتې ۳۰ نیټه) د ایران په اړه درې نوي توتیري پوستونه خپاره کړي دي. دغه تویتونه په فارسي ژبه خپاره شوي دي او د ایران له سرحدونو څخه د باندې د دغه هیواد د سپاه پاسداران ملیشه ډلې فعالیتونو ته پکې اشاره شوې ده.
موضوع د سپاه پاسداران له خوا د دوو ملیشه ډلو فاطمیون او زینبیون د تشکیلولو پر سر ده. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په لومړي پوست کې په دې اړه راغلي دي: «سپاه پاسداران د خپل نفوذ د پراخولو په موخه بهرني جنګیالي له هیواد څخه د باندې استخداموي. سپاه پاسداران په سیمه ایزو شخړو کې د مبارزې له پاره د فاطمیون لښکر چې له افغان شعیه ګانو څخه جوړ شوی او د زینبیون ټیپ چې له پاکستاني شعیه ګانو څخه جوړ شوی دی په ځانګړي توګه په عراق کې رامنځته کړ.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دویم پوست کې لیکلي دي چې هیواد یي دغه دواړه ډلې په ۲۰۱۹م کال کې د تروریستي فعالیتونو له کبله تحریم کړي دي.
نوموړي وزارت د «وسټ پوینټ ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې» مرکز په حواله رپوټ ورکړی دی چې د فاطمیون د لښکر د سرتیرو شمیر د ۱۰ او ۱۲ زرو ترمنځ اټکل شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل دویم تویت کې د فاطمیون لښکر د یوه چارواکي په حواله: «په ۲۰۱۸م کال کې په سوریه کې د دغې ډلې تر۲۰۰۰ د ډیرو ملیشه و د وژل کیدو» خبر ورکړی دی.
د نوموړي وزارت په دریم تویتري پوست کې د سپاه پاسداران په وسیله د فاطمیون په لښکر کې له ماشوم عسکرو څخه استفادې ته اشاره شوې ده: «د بشري حقونو سازمان د ایران له خوا د فاطمیون په لښکر کې له ماشوم عسکرو څخه استفاده ثبت او غندلې ده او د سوریي په جګړه کې تر ۱۴کلنو افغانانو پورې له وژل کیدو یې پرده پورته کړې ده.»
FAR/ش.ن/ ن.ز
د بشري حقونو د څار سازمان د راپور له مخي ايران په زرونو افغان مهاجر د سوريې جنگ ته لېږلي دي. خو د ايران اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت دغه ادعا «ساختگي او تبليغاتي» گڼي.
انځور: Tasnimد بشري حقونو د څار سازمان چي مقر ئې په نيويارک کي دئ، د جمعې په ورځ راپور ورکړ چي ايران په زرونو افغان مهاجر د سوريې جنگ ته لېږي. د دغه راپور له مخي ايران نه يوازي د هغوی د رضايت له پاره تشويقي هڅي کوي، لکي په ځينو برخو کي ئې گواښي هم.
انځور: Tasnimد ايران ايسنا خبري آژنس د ايران د بهرنيو چارو وزارت د يوه چارواکي په حواله چي نوم ئې نه دی ښوول سوی لیکي «د سوريې جنگ ته د افغان مهاجرو د لېږلو په اړه وروستۍ څرگندوني ساختگي او تبليغاي اغراض پکښي نغښتي دي.» هغه زياته کړې ده «دا هغه افغانان دي چي په سوريه کي مېشت ول يا له افغانستان څخه ورغلي دي يا د ايران له لاري ترانزيت سوريې ته تللي دي.»
انځور: ISNAدغه چارواکي هغه ادعا وي نه مني چي گويا تقريباً هره ورځ په سوريه کي د وژل سوو افغانانو د جنازې مراسم پر ځای کيږي. (په انځور کي هغه دوه افغان مهاجر ښکاري چي د جنازې په مراسمو کي ئې گډون کړی. د دوی دواړو چمپلان پر پښو دي.»
انځور: ISNAڅه موده دمخه د ايران د سينما کارگردان په يوه غونډه کي ويلي ول: «کله چي د سوريې خبره کيږي د مهاجرت مفهم، في سبيل الله مطرح دئ، هغه هم افغاني عزيزان چي هيواد ئې سخت شرايط گالي. د حرم د دفاع شهيدان او کورنۍ ئې زموږ مېلمانه دي او د سوريې پر لور د هغوی مقدسه کډه د ستايلو ده.»
انځور: Tasnimد ايران د بهرنيو چارو وزارت په داسي حال کي سوريې ته د افغان مهاجرو د لېږلو خبرونه نه مني چي څو ورځي د مخه د ايران سپاه پاسداران انقلاب ته نژدې رسنيو کي داسي انځورونه خپاره سوه چي د «فاطميون» پوځي روزنه پکښې ښکارېده.
انځور: MEHRد ايران د وسله وال پوځ خبري آژنس «دفاع مقدس» څو ورځي دمخه خبر ورکړ چي «تيپ فاطميون ډله د عملياتي توان په ډېرېدو او جنگيالو په ډېرښت سره لښکر سوی دئ.» په دغه راپور کي راغلي دي چي تيپ فاطميون هغه غونډ دئ چي له هغو افغانانو جوړ سوی چي همدا اوس په سوريه کي د دمشق په لوېديځ کي د حضرت زينب حرم ساتي.
انځور: MEHRڅو مياشتي وروسوته له هغه چي «دفاع مقدس» آژانس اعلان وکړ چي «د فاطميون ډلي عملياتي توان اوس د لښکر توان ته رسېدلی» په سوريه کي د دغي ډلي جنگيالو په مرگ ژوبله کي هم ډېرښت راغلی.
انځور: Tasnimفاطميون لښکر يوه وسله واله ډله ده چي په «سپاه مقدس» پوري اړه لري او جنگيالي ئې د افغانستان شيعه گان دي. دغه ډله په افغانستان کي د شوروي د يرغل، طالبانو د واکمنۍ پرمهال او ايران او عراق جنگونو کي جنگېدلې ده. دوی اوس د خپل ماموريت اصلي موخه په سوريه کي د «حضرت زينب» د مقبرې دفاع ښوولې ده.
انځور: Tasnimد «دفاع مقدس» خبري آژنس د راپور له مخي د عراق او ايران په جنگ کي د «گردان ابوذر» نژدې ۲۰۰۰ افغان جنگيالي ووژل سول.
انځور: Sassan Moayediفاطميون ډلي په سوريې کي د جنگ له پيل سره خپل موجوديت اعلان کړ او اوس د تيپ يا فاطميون لښکر په نوم ياديږي چي عربي نوم ئې «لوا فاطميون» پيژوندل کيږي. د دغي ډلي بنسټگر عليرضا توسلي چي په ابوحامد مشهوره وو په ۱۳۹۳ کال کي د سوريې په جنوب کي د سرائيلو له اسرائيلو سره په سرحد کي ووژل سو.
انځور: Mashreghnews.irپه انځور کي په ترتيب سره له ښی خوا مصطفی صدرزاده (سيد ابراهیم)، سيد امين حسيني (عقيل)، سيد مصطفی موسوی (ورک دی) او رضا بخش (فاتح) دي، چي ټول د سوريې په جنگ کي وژل سوي دي.
انځور: Mashreghnews.irد جرمني خبري آژانسونه په ايران کي د افغان مهاجرو شمېر درې ميليونه ښوولی دئ. ويل سوي دي د دوی يو ميليون ئې غير قانوني هلته ژوند کوي.
انځور: MEHRد بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په راپور کي راغلي دي چي ايران افغان مهاجر گواښلي دي چي د سوريې جنگ ته ولاړ نه سي له هيواده به ئې وباسي. په سوريه کي د افغان جنگياليو له خوا ويل سوي دي چي دوی په ايران کي بې کاره وه او دوی ته ۲۰۰ ډالره د مياشتي معاش ورکوي.
انځور: MEHRله بلي خوا اوس په افغانستان کي داعش هم په فعاليت پيل کړی دئ او هلته د جنگياليو جلب او جذب کوي، څو عراق او سوريې ته ئې د جنگ له پاره ولېږي.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibiد ايران چارواکو په وروستيو کلونو کي په وارو وار اعلان کړی دئ چي د سوريې په جنگ کي د سلا کارانو په توگه حضور لري او د بشار اسد له رژيم سره مرسته کوي.
انځور: Fararu