ایران او اسرائیل تېره شپه پر یو بل توغندیز بریدونه کړي
۱۴۰۴ اسفند ۲۹, جمعه
د اسرائیل پوځ د جمعې په سهار وختي وويل چې پر ایران ېې بریدونه جاري ساتلي چې په کې ېې په پلازمېنه تهران کې نامشخصې «زیربنايي ساحې» په نخښه کړي دي.
په یوه اعلامیه کې ويل شوي چې اسرائیلي ځواکونو «د بریدونو یوه نوې څپه پیل کړه چې په کې ېې په تهران کې د ایران د تروریستي رژيم زېربناوې په نخښه شوې.» خو په اعلامیه کې نور جزئیات نه دي ورکړل شوي. دغه حملې داسې وخت کېږي چې ایرانیان د نوروز دودیز جشن لمانځلو ته تیاری نیسي.
نوروز یا د لمریز کال لومړۍ ورځ چې په افغانستان کې هم لمانځل کيږي، په ایران کې د جمعې په ماسپښین پیلیږي، خو سږکال دغه جشن د جګړې تر سیورې لاندې دی.
نور ولولئ: ایران: د جنورۍ د اعتراضونو درې تنه اعتراض کوونکي اعدام سول
ایران بیا د پنجشنبې په ناوخته ماښام پر اسرائیل توغنديز بریدونه وکړل، خو د کومې مرګ ژوبلې او لوی مالي زیان رپوټونه نه دي ورکړل شوي.
د اسرائیل صدراعظم، بنیامین نتنیاهو، ټایم آف اسرائیل ورځپاڼې ته وویل چې «ایران له بل هر وخت ضعیف شوی» او تر درې اونیزې جګړې وروسته نور د دې توان نه لري چې بالستیک توغندي تولید او یورانیم غني سازي کړي.
خو نتنیاهو دا هم وویل چې پر ایران به «تر هغې چې اړتیا یې وي» بریدونه ادامه ولري.
توغندیز بریدونو ته د اماراتو او کویټ غبرګون
عربي متحده اماراتو او کويټ د جمعې په سهار وختي د ایراني توغندیو له بریدونو خبر ورکړ چې د دواړو هېوادونو د دافع هوا سیستمونو له غبرګون سره مخ شوي.
نور ولولئ: اماراتو ته د ایران تر خبرداري وروسته خلیجي هېوادونو د نوو بریدونو خبر ورکړی
دغه مطلب د اماراتو د کورنیو چارو وزارت او د کويت پوځ په جلاو اعلامیو کې بیان کړی دی.
د سعودي عربستان د دفاع وزارت هم ویلي دي چې د هېواد په شرق کې ېې یو ډرون راغورځولې. په عین حال کې د بحرین د کورنیو چارو وزارت وویل چې د هوايي بریدونو د خبرداري توله یا زنګونه ووهل شول.
لبنان د اسرائیل حزب الله ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې
د لبنان ولسمشر، جوزف عون، د پنجشنبې په ورځ د حزب الله او اسرائیل ترمنځ د «بشپړ اوربند» غوښتنه وکړه. هغه وغوښتل چې د ایران له ملاتړه برخمنه اسلامپاله ډله دې «بې وسلو» او له اسرائیل سره دې مخامخ مذاکرات وشي.
لبنان د سیمې په اوسنۍ جګړه کې د مارچ په دوهمه وروسته له هغې ورټېل وهل شو، چې پر ایران د امریکا او اسرائیل په حملو کې د ایران رهبر علي خامنه ای ووژل شو چې په غبرګون کې ېې حزب الله د لبنان له حریمه پر اسرائیل توغنديز بریدونه وکړل.
نور ولولئ: ترمپ: که ایران پر قطر بریدونه بند نه کړي نو جنوبي پارس به نابود کړو
اسرائیل د حزب الله د بریدونو په ځواب کې پر لبنان درنې هوايي او په سرحدونو کې ېې تهاجمي حملې وکړې. په دغو نښتو کې د اسرائیلي عسکرو په ګډون له ۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.