1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

د ایران جګړه؛ سویس کې پلان شوې خبرې ولې ځنډول شوې؟

امید دیدار | د آلمان خبري آژانس، ای پي، اسوشيتد پريس
۱۴۰۵ خرداد ۲۹, جمعه

ټاکل شوې وه، چې نن، جمعه په سویس کې د امریکا متحده ایالاتو او ایران تر منځ خبرې ترسره شي؛ خو د تازه رپوټونو له مخې دغه ناسته لغوه شوې ده. اسرائيل هم پر لبنان خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر مرستيال جی ډي وينس
سپینې ماڼۍ ویاند ویلي، که څه هم د وینس په مشري ټیم د سفر له پاره چمتو و؛ خو د خبرو د تنظیم د ستونزمنو لوژستیکي شرایطو له امله یې الوتنه وځنډېده.انځور: Manuel Balce Ceneta/AP Photo/picture alliance

د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي وینس، چې ټاکل شوې وه د ایران له استازو سره د سولې د ۱۴ مادو د موافقې د عملي کولو په اړه خبرې وکړي، سويس ته خپل سفر ځنډولی دی. د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي، که څه هم د وینس په مشري ټیم د سفر له پاره چمتو و؛ خو د خبرو د تنظیم د ستونزمنو لوژستیکي شرایطو له امله یې الوتنه وځنډېده. نوموړي زیاته کړه: «د دې مذاکراتو لوژستیک هېڅکله ساده او وړاندوینه کېدونکي نه دی. اوس مهال مرستیال ولسمشر سفر نه کوي؛ خو تمه ده چې تخنیکي خبرې ژر پیل شي.»

امریکايي چارواکي غوښتل چې د امریکا او ایران ترمنځ د شوې موافقې د لاسلیکولو رسمي مراسم په جنیوا کې ترسره شي؛ خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا کار غیرضروري وباله، ځکه چې دواړو هېوادونو ولسمشرانو لا له وړاندې د چهارشنبې په ورځ دغه هوکړه لاسلیک کړې ده.

اړونده موضوع: پزشکيان له متحده ايالاتو سره هوکړه ستايلې ده

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ترمنځ د یاد تفاهم‌لیک لاسلیک د اوربند موده ۶۰ ورځو ته وغځوله او د پراخو مسایلو، په ځانګړي ډول د ایران د اټومي پروګرام پر سر د خبرو له پاره یې زمینه برابره کړه. سره له دې، د راتلونکو ګامونو په اړه لا هم ناڅرګندتیا شته او داسې ښکاري چې ټاکل شوې ناسته او مراسم به په ټاکلي وخت ترسره نه شي.

په ورته وخت کې راپورونه ښيي چې د ایران پلاوی هم سویس ته خپل سفر ځنډولی. د «المعیادین» شبکې راپور ورکړی چې دا ځنډ په لبنان کې د روانو جګړو له امله دی. دغه رسنۍ، چې ایران ته نږدې بلل کېږي، وايي چې اسرائیل لا هم په لبنان کې خپل پوځي عملیات روان ساتلي دي.

د امریکا او ایران ترمنځ تفاهم‌لیک د لبنان جګړې د "دایمي پای" غوښتنه کوي او د دغې هېواد د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي ټینګار کوي. خو اسرائیل د دې هوکړې برخه نه دی او اعلان یې کړی چې د حزب‌الله پر وړاندې به خپل عملیات نه دروي.

 اسرائیلي ځواکونو د لبنان ځینې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستي او د پنجشنبې او جمعې په ورځو یې پر بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه کړي دي. حزب‌الله بیا ادعا کړې چې درې اسرائیلي ټانکونه یې ویجاړ کړي دي.

اړونده موضوع: د ایران او امريکا تړون؛ نتانياهو پرې له نيوکو ډډه وکړه

د اسرائیلو له لوري د دغو عملیاتو دوام، او د لبنان په اړه د سولې د طرحې مخالفت، د ټرمپ ادارې او د اسرائیلو د حکومت ترمنځ د ښکاره اختلاف لامل شوی دی. د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ټینګار کړی چې تر هغې به له لبنان څخه خپل ځواکونه ونه باسي، څو چې د حزب‌الله ګواښ په بشپړه توګه شنډ شوی نه وي.

بل پلو، د لبنان د دولتي خبري اژانس په وینا، د جمعې په سهار د اسرائیلو د هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي. دغه بریدونه د وروستیو اونیو له تر ټولو درنو بمباریو څخه ګڼل کېږي. اسرائیلي پوځ بیا ویلي چې دا بریدونه یې د حزب‌الله له لوري د اوربند د سرغړونو په ځواب کې کړي او زیاته کړې یې ده چې پوځ یې لا هم په جنوبي لبنان کې د حزب‌الله پر اهدافو بریدونه روان ساتي.

په داسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هڅې روانې دي، د سیمې امنیتي وضعیت لا هم نازک او د نامعلومو بدلونونو سره مخ دی.

امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.@omdeedar
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب