امريکا پر ایران د «درنو بريدونو څپې» پای ته رسولو خبر ورکړی
۱۴۰۵ مرداد ۸, پنجشنبه
د امريکا متحده ايالاتو مرکزي قوماندې (سنتکام) ويلي دي چې د پنجشنبې پر سهار امريکايي ځواکونو د ایراني اهدافو پر وړاندې خپل بريدونه پای ته رسولي دي.
سنتکام نن، پنجشنبه د ايکس شبکې له لارې د يوه پيغام په نشرولو سره د دې بريدونو جزئياتو ته اشاره کړې چې د ایران له لوري د تېرې ورځې د توغندیز بريد په ځواب کې یې کړي دي. د توغنديو دغه بريدونه په اردن کې پر امريکايي عسکرو شوي ول چې د سنتکام په حواله دغه توغندي له منځه وړل شوي ول.
اړونده موضوع: تر لنډې وقفې وروسته د متحده ايالاتو او ایران ترمنځ بریدونه بيا شديد شوي
سنتکام ويلي دي چې خپل عمليات یې د پنجشنبې پر سهار د ایران په وخت د سهار پر پنځو بجو پای ته رسولي دي. دې عملياتو درې نيم ساعته دوام کړی وو.
د امريکا د مرکزي قوماندې په خبره د سپاه پاسداران اړونده مرکزونه چې په هغه کې د نظامي قوماندې مرکز، د توغنديو او ډرون تاسيسات، د نظارت او ساحلي دفاع مرکزونه او د ایران سمندري وړتیاوې شاملې دي، هدف ګرځول شوي.
د سنتکام په پيغام کې ويل شوي چې د دې تازه عملياتو هدف «د ایران او د هغه د نيابتي ځواکونو له لوري د امريکا ځواکونو، تجارتي کښتۍ چلونې او د خليج فارس حوزې هېوادونو ته د ایران د ګواښ راکمول وو.»
اړونده موضوع: امریکا پر ایران د بریدونو لړۍ دریدو سره د وسلو د زېرمو د کمېدو اندېښنې راپورته شوي
د امريکا مرکزي قوماندې همدا راز اعلان کړی دی چې په منځني ختيځ کې د امريکا تر ۵۰ زرو ډېر عسکر د تيارسئ په حالت کې دي.
په دې منځ کې د ایران داخلي رسنیو هم د امريکا د بريدونو او په مختلفو سيمو کې د چاودنو خبرونه ورکړي دي. تسنيم خبري آژانس د خوزستان د والي دفتر د امنیتي مرستيال له خولې خبر ورکړی دی چې د اهواز ښار شا او خوا سيمې د امريکا د توغنديز بريد هدف ګرځيدلي او د بريد په پايله کې د ښار په ځينو برخو کې بريښنا پرې شوې ده.
پر ایران د بريدونو د شديدولو له پاره «دوه اونیزه طرحه»
د «وال ستريت ژورنال» د يوه رپوټ په حواله ولسمشر دونالد ترمپ، د ایران د اسلامي جمهوريت پر وړاندې د پراخو نظامي عملياتو د ارزونې په حال کې دی.
د دې رپوټ په حواله د امريکا د قوماندې مرکز مشر برد کوپر، پر ایران باندې د امريکا د بريدونو د شديدولو يو پلان چمتو کړی دی چې په چوکاټ کې به د امريکايي ځواکونو عمليات له ۱۰ تر ۱۴ ورځو مودې له پاره تقويت پيدا کړي څو د ایران د توغنديو او ډرونونو زیربناوې ضربه وخوري او د ایران د اسلامي جمهوريت توغندیزې وړتياوې کمروزې شي.
د وال ستريت ژورنال په خبره کوپر، په دې باور دی چې د امريکا د بريدونو شديد کيدل به د ایران تهاجمي وړتياو راکمې کړي.
په دې رپوټ کې د سرچينو له قوله راغلي دي چې د کوپر په وړاندیز کې د تېرو اونيو د محدودو غچ اخيستونکو عملياتو څخه ډېر څه شتون لري. د سنتکام د مشر په آند پرله پسې عمليات به وکولی شي د ایران او متحده ایالاتو د متقابلو بريدونو څرخه ودروي.