1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضامنځنی ختیځ

په ایران کي ۱۲۰ زرو افغان مهاجرو ته صحي بیمه ورکول کیږي

۱۴۰۰ فروردین ۱۸, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمیساري وايي چي په ایران کي یې د ۱۲۰۰۰۰ هغو افغان مهاجرو د بیمې پيسې ورکړي دي چي ډیر بېوزلي او پخپله ځانونه نسي بیمه کولای.

Iran Teheran | Afghanischer Flüchtling Abdulrahim Rostami mit hält Büchlein seiner Krankenversicherung
انځور: UNHCR/Andrew McConnell

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمیسارۍ دغه خبره پرون سه شنبه (د اپریل میاشتي اومه) په ژنیو کي وکړه. دغه سازمان پروسږکال هم په ایران کي د تقریبأ ۱۰۰۰۰۰ مهاجرو د بیمې مصارف ورکړي وه.

د ایران د کورنيو چارو وزارت د یوې اعلامیې پراساس د دغه هیواد د خارجي اتباعو او مهاجرو د عمومي ادارې، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمیسارۍ (UNHCR) او صحي بیمې د سازمان ترمنځ درې اړخیز تفاهم دوه کاله دمخه بیا تمدید سو.

هغه مهاجر چي مشخص اقامت ځای نه لري

په دې ډول سره ټوله هغه خارجي اتباع چي په ایران کي د اقامت معتبره اسناد ولري، په دغه موافقتنامه کي شاملیږي. خو هغه کسان چي معتبره اقامت نه لري او پخپله ځانونه نسي بیمه کولای، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمیسارۍ له خوا یې د بیمې مصارف ورکول کیږي. د ایران په حواله د هغو تعداد ۸۰۰۰۰۰ ته رسیږي.

په همدې دلیل د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمیساري د هغو کسانو د بیمې مصارف ورکړي چي تر ټولو غریب او صحي بیمې نه لري. ددغي کمیسارۍ په یوه اعلامیه کي راغلي دي چي په ایران کي د کرونا پانډمۍ د دغه ډول ناچاره کسانو تعداد نور هم ډیر کړی او دوی به یې د موقت وخت له پاره د صحي بیمې مصارف پر غاړه واخلي.

کمیسارۍ دا هم ویلي دي چي «اکثریت مهاجرین په ایران کي نور خپل اساسي اولیه ضروریات هم نه سي پوره کولای، صحي بیمه خولا پریږده«.

په ایران کي اکثره افغان مهاجر په فقر او دربدرۍ کي ژوند کوي او ورځنی عاید یې تر دوه ډالره زيات نه دی.

په ایران کي د افغان مهاجرو په باب ضدونقیض ارقام

په ایران کي د افغان مهاجرو په باب ضدونقیض ارقام موجود دي. د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستیال، عباس عراقچي پروسږکال ویلي ول چي په هیواد کي یې اوس «تر ۳ ميلیونه اضافه افغان مهاجر اوسیږي«.

خو د څلور کاله مخکي رسمي ارقامو او ۹۵ فیصده افغانانو د سرشمارۍ مطابق په ایران کي تقریباً یو ميلیون او ۵۸۴ زره افغان مهاجر اوسیږي.

پروسږکال بیا د خارجي اسعارو په مقابل کي د ایراني ریال تر سخت رکود او کرونا تر شیوع وروسته په لسونو زره افغانان بې کاره او خپل هیواد ته ولاړل.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب