ایرانی مولوي: د طالبانو سره د خدای فضل او خلګو ملاتړ سته
۱۴۰۰ مرداد ۲۳, شنبه
د زاهدان مولوي عبدالحمید وايي، چي طالبان د افغانستان د واقعیتونو یو جزء دی او د هغو« جهاد د دې سبب سو، چي غربي اشغالګران ووزي.» هغه د طالبانو لخوا د افغانستان د ډیرو برخو ژر نیول د پاک خدای فضل او خلګو ملاتړ وباله.
انځور: Abdolhamid.net
اعلان
د ایران د زاهدان د اهل سنت مولوي عبدالحمید وايي، چي د واقعیتونو نه په نظر کي نیول د اوسنی نړۍ یو د غټو مشکلاتو د جملې څخه دی او وايي، چي طالبان هم د افغانستان د واقعیتونو یو جزء دی.
مولوي عبدالحمید ددې خبري پر تاکید باندي، چي طالبان هغه د پخوا طالبان نه دي او د «خپله ځانه یې مهارت او ظرفیت ښکاره کړی دی» اضافه کړه، چي د طالبانو په خپله خبره یې ټولو ته عمومي عفؤ اعلان کړې او ویلي هغه کسان چي د دوی سره هم جنګیدلي دي، کار نلري. نه غواړي خلګ په قتل ورسوي او ظلمونه وکړي.
خو د دغي ادعأ برخلاف بیا د طالبانو لخوا نیول سوو منطقو کي د تشدد ډکو اعمالو رپوټونه ورکول سوي دي، چي د ملګرو ملتو عمومي منشي انتونیو ګوتریش یې هم په مقابل کي عکس العمل ښوولی دی.
آ./م.ق./ا.ا.
کله چي سړی ایران ته سفر وکړی نو له یوه څو زره کلن زوړ تاریخ او کلتور، باشکوهه ودانیو، یوه بې ساري طبیعت او حیرانوونکې میلمه پالنې سره مخامخیږي.
انځور: picture alliance/Prisma
کاشان: له مینې ډک کوچنی ښار
دغه ښار له خپلو عنعنوي ودانیو، جوماتونو او بازارونو سره زړه راکښوونکی دی خو د کاشان شاوخوا پرتې سیمې هم ترې کمې نه دي: په ځانګړې توګه مالګین سمندر او هغه ته نژدې د مرنجاب د صحرا ستر طبیعت د لیدو وړ دي. که څوک له خوبه وختي پاڅیږي نو په مرنجاب کی د لمر د پورته کیدو ښایسته منظره هم لیدلی سي.
انځور: DW/F. Schlagwein
اصفهان: په هر ځای کي هنر
د ایران په هر ځای کي هنر تر سترګو کیږي. د شیخ لطف الله د جومات د ګنبدی په داخلي برخه کي ظریف کاري د دې څرګندويي کوي چي ایران څومره له جزئیاتو سره علاقه لري. له جومات څخه بهر هم هر ځای رنګونه، نقاشۍ او پر دیوالونو باندی رسامۍ لیدل کیږي.
انځور: DW/F. Schlagwein
آبیانه: سور کلی
د کاشان او اصفهان ترمنځ پروت دغه کوچنی کلی یوازې شاوخوا ۳۰۰ اوسیدونکي لري. خو بیا هم په ایران کی څه نا څه هر څوک هغه پیژني. د سور رنګه خټینو کورونو په لرلو سره دغه کلي له څه د پاسه ۲۰۰۰ کلونو راهیسي خپل کلتور او ژبه ساتلی ده او له همدې کبله د ډیرو ایرانیانو له پاره د هغوی د تاریخ منعکس کوونکی شمیرل کیږي. آبیانه له ۲۰۰۷ کال راهیسي د یونسکو د کلتوري میراثونو په لست کي شامل دی.
انځور: DW/F. Schlagwein
د لوت دښته: ډیره توده
زیاتره کسان د مریخ د سیارې سطحه همداسې تصوروي. د لوت دښته چی کالوت هم نومیږي، داسي یو ځای دی چي ژوند په کښي نسته. د ۷۰،۷ درجې تودوخې په لرلو سره دغه ځای په ۲۰۰۵ کال کی د ناسا له خوا د ځمکې د تر ټولو تودې سیمې په توګه ونومول شوه. هر هغه څوک چي د ایران ختیځی برخې ته سفر کوی نو که څه هم هلته ډیره ګرمي وي خو باید په هر صورت له لوت څخه لیدنه وکړي.
انځور: DW/F. Schlagwein
یزد: په وچه کی شنه سیمه
د ایران د دوو سترو دښتو ترمنځ د هیواد یو له ښایستو ښارونو څخه «یزد» پروت دی. په پخوانیو وختونو کي د کاروانونو دغه تم ځای د خپلو انتیکو ودانیو په درلودلو سره چي تر نن ورځي پورې همداسي پاته دي، ډیر مشهور دی. سړی کولای سي د شپې له خوا د عنعنوي رستورانونو له بامونو څخه د یونسکو د نړي د میراث دغه ښارله لیدو څخه خوند واخلي.
انځور: picture alliance/Prisma
ګلستان: په زړه پوری منظره
له ښاره ووځئ او طبیعت ته داخل شئ: د ایران په شمال ختیځ او د توریستانو له عامې سیمو څخه دباندې، ګلستان پروت دی. په دغه ځای کي د خالد نبی د مقبرې لیدل حتمي دي. له دغه ځایه سړی، هرې خوا ته د تپو او غونډیو بې پایه سلسله ویني.
انځور: DW/F. Schlagwein
شیراز: د ایرانیانو د خوښې ښار
کله چي سړی له ایرانیانو وپوښتي چي د خوښي ښار یې کوم دی، نو زیاتره یی په ځواب کې د شیراز نوم اخلي. په رښتیا هم شیراز د نامتو شاعر حافظ د مقبرې په لرلو سره نور د لیدو وړ ځایونه هم لري. په تیره بیا د ناصر المولک مسجد د یادولو وړ دی. د سهار له خوا د رنګینو کړکیو څخه د لمر د وړانګو تیریدل، د مسجد په دننه کی یوه جادویی فضا رامنځته کوي.
انځور: DW/F. Schlagwein
تخت جمشید: د پخواني فارس یادون
د شیراز په شمال کي د قصرونو پخوانۍ انتیک ښار پیرسپولیس پروت دی. دغه ښار په داسي یوه وخت کی جوړ سوی وو چي د فارس ستره امپراطوري له شمالي افریقا څخه تر هند پوری غځیدلې وه. له میلاد څخه مخکی ۳۳۰ کال کي دغه ښار تر یو ځایه د الکساندر کبیر له خوا ونړول سو. د دغه ځای د صحرا ریګ څه د پاسه ۲۰۰۰ کاله زړې دي. نن ورځ دغه سیمه د یونسکو له خوا د نړۍ د میراثونو په لست کی شامل شامله سوې.
انځور: DW/F. Schlagwein
د ایران باغونه: مهم خلوتځایونه
په ایران کي بې شمیره باغونه نه یوازې دا چي ښکلي دي بلکی د ډیرو ایرانیانو له پاره د خلوت ځایونه هم دي. دلته مجرد ځوانان کولای سي د پولیسو او والدینو له نظره لیرې یو له بل سره وویني او له ژوند څخه خوند واخلي. یو له دغو ښکلو باغونو څخه د شهزاده باغ دی چي د ایران په ختیځ کي، کرمان ته نژدې په ماهان کي پروت دی.
انځور: DW/F. Schlagwein
Wپه میلمه پالنه کی نړیوال اتلان
د ډیرو غربي سیلانیان له پاره دا د حیرانتیا خبره وي چي ایرانیان څومره میلمه پاله او مهربانه خلک دي. په هر ځای کي خلکو ته د ډوډۍ خوړلو او یا چای چښلو بلنه ورکول کیږي. په خاص ډول د ایراني عنعنوي ډوډۍ خوړلو پر وخت زیاتره وخت ټوکي ټکالي او خنداګاني کیږي.