1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کي سورصلیب او افغان مهاجر

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۰, دوشنبه

د ایران د سره صلیب رئيس ويلي دي چې د افغان مهاجرو له پاره يې له نړیوال سره صليب څخه دوه میليونه دوزه واکسین غوښتی دی.

Iran | Coronavirus | Impfungen
انځور: Ahmad Halabisaz/Xinhua/picture alliance

د ايران د سره صليب ټولنې رئيس کریم همتي له دغې ټولنې څخه د افغان مهاجرو د واکسیناسيون له پاره د کرونا دوه ميليونه دوزه واکسین غوښتلو خبر ورکړی دی. هغه زیاته کړې: «تيره ورځ پريکړه وشوه چې د هيواد د داخله چارو وزارت د نورو هيوادونو اتباعو ته له هغې څخه د افغانستان له پاره يو ځانګړی کود اعلان کړي.»

سره صليب د ايلينا خبري رسنۍ سره په خبرو کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا دغه بنسټ د نړيوالو سازمانونو له لارې د اتباعو له پاره واکسين واردوي وويل: «يوه ستونزه دا ده چې د افغان کډوالو شمير زموږ په هيواد کي کابو دوه تر درې ميليونه پورې دی، دغه کسان ځينې يې د پيژندپاڼې ستونزه لري او يا د پيژندنې کود نه لري.»

همتي زياته کړه: «د داخله چارو وزارت په دې هڅه کې دی چې د دغو کسانو له پاره د پيژندني کود وټاکي تر څو وکولی شو د دوي واکسيناسیون هم تر سره کړو.»

له کرونا سره د مبارزې ملي مرکزي دفتر وياند اعلان کړی چې په ايران کې د بهرنيو اوسیدونکو اتباعو واکسیناسیون په دې پورې تړلی چې ايران ته دغه هيوادونو د کواکس ورکولو سهميه څومره ده.

دا خبر چې د تهران ښاروالي د تنظيفاتو مديريت افغان کارکوونکو د کرونا له واکسیناسیون څخه ډډه کړې، په ټولینزو او ځينو نورو رسنيو کې له اعتراضونو سره مخ شوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل