1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران د افغان کډوالو سرشمېرنه پیل کړه

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۵, پنجشنبه

د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چي د افغانستان د اتباعو سرشمیرنه پیل سوې او دغه هیواد هڅه کوي چي دا کار په لنډ وخت کي ترسره کړي. د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په وینا ۵ میلیونه افغان مهاجر په ایران کي ژوند کوي.

Flucht aus Afghanistan
انځور: Petros Giannakouris/dpa/AP/picture alliance

د ایران د خبري آژانس «ایرنا» د رپوټ له مخي د ایران د کورنیو چار وزیر احمد وحیدي، د چهارشنبې په ورځ په دغه هیواد کي د افغانستان د اتباعو د سرشمیرنې په هکله  وویل چي دا کار اجباري دی. لکه څنگه چي ایرنا لیکلي، د دغو اتباعو د نه حضور په صورت کي به هغوی په ایران کي غیرقانوني وبلل سي او د کورنیو چارو وزیر ویلي چي  مجبور دي په دې برخه کي سختگیري وکړي. 

ایران له څو لسیزو راهیسي د میلیونونو افغان مهاجرو کوربتوب کوي. په افغانستان کي د جمهوریت تر سقوط وروسته، ایران ته د افغانانو مهاجرت ډیر سوی دی او ورسره د دغو مهاجرو اخراج هم ادامه لري.

د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان څو وخته مخکي د افغانستان د گاونډیو هیوادونو په غونډه کی چي په چین کي جوړه سوې وه، ویلي وړ چي په ایران کي ۵ میلیونه افغان مهاجر ژوند کوي.

د رپوټونو له مخي ځیني هغه افغانان چي د ویزې په لرلو سره ایران ته ورغلي، د هغوی ویزې ختمي سوي او په غیرقانوني ډول په دغه هیواد کي ژوند کوي.

د ایران د محصلینو د خبري آژانس (ایسنا) د رپوټ له مخي د ایران د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چي د افغانستان د ټولو اتباعو د جمعیت د جوړښت په تعادل خبر نه دی او ویلي یې دي چي ټولو هغو خارجي اتباعو ته به چي په دغه سرشمیرنه کي برخه اخلي، مؤقتي اقامت ورکړل سي.

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، ایران د افغان مهاجرو له یوې نوي څپې سره مخامخ سو. په لسهاوو زره افغانان د فقر، بې کارۍ، له طالبانو څخه د ویري او ناامنیو له امله د ایران او پاکستان په شمول نورو هیوادونو ته مهاجر سول.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د روان کال د مارچ میاشتي په آخره کي ویلي ول چي د طالبانو د واکمنۍ راهیسي شاوخوا یو میلیون افغان مهاجر ایران ته راغلي او اوس یې شمیر ۵ میلیونو ته رسیږي.

ډیری افغان کډوال په ایران کي پاتیږي خو ځیني یې له دغه گاونډي هیواد څخه د یوه ترانزیتي هیواد په توگه استفاده کوي، څو ځان ترکیې ته ورسوي او له هغه ځایه اروپایی هیوادونو ته ولاړ سي.

ایران ته د افغانانو د مهاجرت د زیاتیدو سره سم، له نوموړي هیواد څخه د اخراجیدو ارقام هم لوړ سوي دي. د طالبانو د ادارې د کډوالو او بیرته ستنیدونکو وزارت، د حمل میاشتي په نیمایی کي د یوې اونۍ په ترڅ کي، له ایرانه د څه د پاسه ۶ زرو کډوالو له بیرته ستنیدو څخه خبر ورکړی چی ډیری یې په اجباري ډول اخراج سوي دي.

په دا وروستیو کي په ایران کي له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په هکله رپوټونه هم خپاره سوي دي. خو ایران دغه رپوټونه رد کړي دي.

GP/SR/PA