دغه چارواکي چې د موضوع حساسیت له کبله یې ونه غوښتل نوم یې واخیستل شي رویټرز ته وویل چې یو شمیر سختې نښتې د دغه هیواد په شمال لویدیځ کرد میشته سیمو کې رامنځته شوي دي او د وژل شوو تر ټولو لوړ شمیر هم همدلته دی .
دا هغه سیمې دي چیرې چې کرد بیلتون غوښتونکي فعاله دي او په تیرو دورو کې هم په دغو سیمو کې ناکرارۍ او تاوتریخوالی زیات و.
نوموړي زیاته کړه: «تمه نه کیږي چې د قربانیانو په شمیر کې دې د پام وړ زياتوالی رامنځته شي» نوموړي ادعا وکړه: «اسرائیل او په بهر کې وسله والې ډلې» د هغو کسانو چې سړکونو ته را وتلي دي ملاتړ او هغوي په وسلو سمبالوي.
په ایران کې وروستی وضعیت د سیمې او نړۍ لپاره په څه معنی دي؟
33:16
This browser does not support the video element.
ایراني چارواکي د معمول مطابق نا کراریو ته د بهرنیو دښمنانو، له دې ډلې اسرائیل ته چې د ایران اصلي رقیب او په تیر جون میاشت کې یې د ایران پر وړاندې پوځي عملیات ترسره کړي دي، نسبت ورکوي.
رپوټ: د وژل شوو شمیر کیدای شي ۱۸ زرو ته ورسیږي
د هرانا بشري حقونو شبکه چې په امریکا کې مستقر او په ایران کې د بشري حقونو د فعالانو ډلو مجموعه ده، د شنبې په ورځ وویل چې د وژل شوو کسانو شمیر ۳۳۰۸ تنو ته رسیدلی دی او ۴۳۸۲ نور موارده لا تر ارزونې لاندې دي. نوموړې ډلې ویلي دي چې تر ۲۴ زرو د ډیرو کسانو نیول کیدل هم تایید شوي دي.
په ایران کې د کردانو د بشري حقونو ډلې «هه نګاو» چې په ناروی کې مستقر ده، ویلي دي: په هغو سیمو کې چې د ۲۰۲۵م کال د دسمبر په وروستیو کې پکې د اعتراضونو په جریان کې تر ټولو ډیر امنیتي اقدامات عملي شوي، د ایران په شمال لویدیځ کې کرد میشته سیمې دي.
خو د بریتانوۍ ورځپاڼې «سنډی ټایمز» د رپوټ پر بنسټ د ایران د پراخو مظاهرو په جریان کې د وژل شوو کسانو شمیر له ۱۶۵۰۰ تر ۱۸۰۰۰ پورې اټکل شوی دی.
نوموړي ورځپاڼې ویلې دي چې په ایران کې د سترګو د ۸ لویو کلینیکونو او ۱۶ د بیړنیو څانګې کارمندانو دغه ارقام را ټول کړي دي. د دغه رپوټ پر بنسټ، د ټپیانو شمیر هم د ۳۳۰ زرو او ۳۶۰ زرو ترمنځ دی.