1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایراني چارواکی: په ورځني ډول له ۳۰۰۰ ډیر افغانان اخراجیږي

۱۴۰۳ آبان ۱۳, یکشنبه

د ایران یوه چارواکي ویلي چې په ورځني ډول له ایران څخه د دوغارون بندر له لارې له ۳۰۰۰ ډیر افغان کډوال بیرته افغانستان ته اخراجیږي. ایران غواړي تر ۲۰۲۵م کاله پورې میلیونونه افغان کډوال له خپلې خاورې اخراج کړي.

ایراني چارواکي ویلي چې د دوغارون نړیواله پوله د افغان اتباعو له پاره د اخراج مهمه دروازه ګڼل کیږي.
ایراني چارواکي وايي په ورځني ډول شاوخوا ۳۰۰۰ افغان کډوال بیرته افغانستان ته اخراجوي. انځور: ISNA

په ایران کې د ایرنا په نامه دولتي خبري اژانس راپور ورکړی د ایران د خراسان رضوي ولایت د اتباع او مهاجرینو چارو مشر حسن شرافتي زاد، ویلي چې هره ورځ له درې زرو څخه زیات افغان کډوال د دوغارون له پولې افغانستان ته اخراجیږي. هغه ویلي: «اوس مهال هره ورځ له درې زرو زیات غیر قانوني اتباع نیول کیږي او د قانوني مراحلو تر بشپړولو وروسته، د اړوندو ادارو لخوا د دوغارون له پولې خپل هېواد ته بېرته ستنول کیږي.»

دغه ایراني چارواکي یاد خبري اژانس ته همدا راز ویلي چې د دوغارون نړیواله پوله د افغان اتباعو له پاره د اخراج مهمه دروازه ګڼل کیږي. سربیره پر دې، نوموړي همدا راز د افغان مهاجرینو له پاره د یو کمپ د جوړولو له وړاندیز شوې سیمې څخه هم لیدنه کړې ده.

د ایران د خراسان رضوي ولایت د اتباعو او مهاجرینو چارو رئیس څرګنده کړې چې د غیر قانوني افغان وګړو له پاره په دې رسمي پوله کې د یو کمپ جوړول کولی شي د هغوی په تنظیم او وضعیت کې اغیزمن ګام ثابت شي. هغه زیاته کړې چې د دې کمپ لپاره ۲۰ هکتاره ځمکه په پام کې نیول شوې او د هیواد او ولایتي ادارو مرسته او همکاري ته اړتیا لري.

دغه ایراني جګپوړي چارواکي همدا راز ټینګار کړی چې د غیر قانوني اتباعو پېژندنه او له ایران څخه اخراج د دې کال تر پایه پورې تر ټولو مهمه برنامه او یو لومړیتوب  دی. د هغه په وینا، د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پروسه د ایران له ۱۱ ولایتونو څخه تر راټولیدو وروسته د دوغارون ستراتیژیکې پولې له لارې افغانستان ترسره کیږي. هغه زیاته کړې چې د روان لمریز کال له پیله تر اوسه د خراسان رضوي له ولایته د افغان کډوالو اخراج ۴۰ سلنه زیات  شوي دي.

له ایران څخه د اخراج شویو افغان مهاجرو دردونکې کیسې

03:06

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب