1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خامنه‌ ای د «بلواګرو» د ځپلو غوښتنه وکړه

احمد حکيمي | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۴ دی ۱۳, شنبه

د ایران ستر مذهبي مشر آیت ‌الله علي خامنه ‌اي، په وروستیو ورځو کې د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د نا آرامیو او اعتراضونو په تړاو د لومړي ځل له پاره غبرګون ښودلی او د «بلواګرو» پر وړاندې یې د سختو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه ‌اي د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د جنورئ ۳مه) د ایران د دولتي ټلویزیون له لارې په یوه خپره شوې وینا کې وویل چې «د بازار د سوداګرو اعتراضونه د ملي اسعارو د ارزښت د کمېدو او د اسعارو د بې ‌ثباته نرخونو له امله د توجیه وړ دي، خو بلواګر باید پر خپل ځای کېنول شي.»

هغه په دغه تلویزوني وینا کې زیاته کړې چې له مدني اعتراضونو ناوړه ګټه اخیستل د سیاسي بلوا د رامنځته کولو په هدف د منلو وړ نه دي او ادعا یې وکړه چې د دغو بلواوو تر شا د ایران کورني او بهرني عوامل ولاړ دي. نوموړي ټینګار وکړ چې دغو اقداماتو ته به په قاطع ډول ځواب ورکړل شي.

هغه څه چې تېره یکشنبه په تهران کې د اقتصادي ستونزو او انفلاسیون یا د پیسو پړسوب پر ضد د اعتراض په توګه پیل شول، ډېر ژر په ټول ایران کې په سراسري نا آرامیو بدل شول او معترضانو د خامنه ‌ای پر ضد شعارونه ورکړل.

د راپورونو له مخې تر اوسه د ایران د امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې څو کسان وژل شوي او ګڼ شمېر معترضان هم نیول شوي دي، خو کره شمیر یې لا روښانه نه دی.

د ایران اساسي قانون له مخې، ۸۶ کلن آیت ‌الله علي خامنه ای په ټولو ستراتیژیکو چارو کې وروستۍ خبره کوي او له همدې امله د هېواد د بې بدیل سیاسي مشر په توګه پېژندل کېږي. له همدې کبله د لاریونوالو نیوکې تر ډېره پر خامنه ای متمرکزې دي.

لاریون کوونکي خامنه ‌ای تورنوي چې د خپلې تګلارې له امله یې ایران نړیوالې انزوا ته بیولی او په پایله کې یې ایران د خپل تاریخ تر ټولو سخت اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان دی.

هغوی همدا راز د ایران دغه مذهبي مشر تورنوي چې د ایران مالي سرچینې یې د اسرائیل پر ضد ملیشه ډلو ته ځانګړې کړې دي، په داسې حال کې چې په کور دننه اقتصادي بحران ایرانیان ګواښي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل