د هاوکینز په خبره ټوپکونه د کلاشینکوفونو ډولونو ته ورته دي چې په شنو تارونو کې په جلا جلا ډول پوښل شوي ول. کارپوهانو خپرو شویو انځورونو ته په کتو ویلي دي چې دا ښايي د چین جوړې شوې T-56 او د روسیې 56 Type ډوله وسلې وي.
دا وسلې د «یو اس اس مونسون» او د توغندي ویجاړونکي «یو اس اس سالیوانز» په نوم د ګزمۍ یوې کښتۍ ضبط کړي دي.
د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بیړۍ ویاند په دې اړه ایسوشیتید پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې د کښتۍ د لارې نېولو پرمهال متوجه شول چې دا هغه لاره ده چې د تاریخ په اوږدو کې په یمن کې حوثیانو ته د وسلو رسولو له پاره کارول کېده او «یمنۍ عملې د وسلو پخلی کړی.» د هاوکنیز په وینا یمني عمله به بیرته خپل هيواد ته وګرځي.
په جنګ ځپلي یمن کې د ناروغانو ناخواله وضعیت
له درو کلونو زیاته موده کیږي چې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد جنګیږي. آن روغتونونه هم له کورنۍ جګړې په آمان کې نه دي او په وژونکو ناروغیو اخته ناروغان له روغتیايي مرستو بې برخې دي.
انځور: Reuters/K. Abdullah
په لوړه بیه درملنه
خالد اسماعیل د خپلې لور ښی لاس ښکلوي. د هغه ۱۷ کلنه لور په سرطان ناروغۍ اخته ده او په همدې دلیل یې باید د درملنې له پاره د خپل کیڼ لاس قطع کیدو ته تن ایښی وی. پلار چې یې هر څه درلودل وپلورل او پور یې هم وکړ، خو له دې سره سره یې د خپلې لور له پاره تر دې د ښې درملنې توان نه درلود. هغه وایي: «جګړې زموږ ژوند ختم کړ. موږ نه شو کولی بهر ته ولاړ شو. دلته مې د لور له پاره تر دې بهتره تداوي نه وه.»
انځور: Reuters/K. Abdullah
د دولتي ملاتړ نه شتون
په پلازمېنه صنعا کې د سرطان تشخیص مرکز، له دوو کلونو راهیسې له حکومت څخه هیڅ مرسته نه تر لاسه کوي. دغه مرکز د نړیوالو مرستندویه سازمانونو لکه د روغتیا د نړیوال سازمان په مرسته خپلې چارې پر مخ وړي.
انځور: Reuters/K. Abdullah
د سرطان ناروغۍ لرونکو ماشومانو له پاره د چپرکټونو کموالی
د صنعا د سرطان د درملنې په مرکز کې موجود چپرکټونه کوچنیانو ته ځانګړې شوي دي. د تداوۍ دغه مرکز هره میاشت شا او خوا ۶۰۰ ناروغان مني. خو په تیر کال کې ناروغانو ته د رسیدګۍ له پاره د دغه مرکز بودجه یوازې یو میلیون ډالر وه.
انځور: Reuters/K. Abdullah
په انتظار خونو کې درملنه
زیات عمر لرونکي کسان یا په تذکرو کې او یا هم په انتظار خونو کې تداوي کیږي. نوموړي مرکز تر جګړې مخکې په کال کې ۱۵ میلیونه ډالره مرسته تر لاسه کوله او کولای یې شول چې آن د یمن په نورو روغتونونو کې د تداوۍ مرکزونو له پاره دارو درمل برابر کړي.