اسرائیل په تهران کي دهنیه د وژني مسئولیت پرغاړه واخیست
۱۴۰۳ دی ۴, سهشنبهرویترز خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چي د اسرائیل د دفاع وزیر یسرائیل کاتس، د دوشنبې په ماښام ( ۲۰۲۴ م کال د ډسمبر ۲۳) په رسمي ډول په تهران کي د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د وژنې مسؤلیت پرغاړه واخیست.
کاتس وویل په دې ورځو کي چي حوثي ترهگر سازمان د اسرائیل پر لور توغندي فیروي، په پام کي لري چي هغوی ته ښکاره پیغام واستوي. هغه زیاته کړه: «موږ حماس ته ماته ورکړه، حزب الله ته ماته ورکړه، د ایران دفاعي سیستمونه مو ړنګ کړل او د ایران د توغندیو د تولید تاسیساتو ته مو زیان واړوه.»
د اسرائیل د دفاع وزیر کاتس د خپلو خبرو په دوام کي ادعا وکړه چي په سوریه کي یې د اسد رژیم رانسکوره کړ او د شَر محور ته یې سخته ضربه ورکړه او اوس به د یمن حوثي یاغیانو ته چي په خبره یې" وروستۍ پاته سوې ډله" ده، هم سخته ضربه ورکړي.
کاتس دغه خبري د اسرائیل د دفاع وزارت له کارکوونکو څخه د ستاینې په مراسمو کي وکړه.
د اسرائیل د دفاع وزیر کاتس پر ایران باندي برید او په سیمه کي د ايران نیابتي ځواکونو ته په اشارې سره د خپلو خبرو په دوام کي خبرداری ورکړ: «موږ د هغوی ستراتیژیکو زیربناوو ته زیان اړولی او مشران به یې له منځه یوسو، لکه څنگه چي مو په تهران، غزه او لبنان کي له هنیه، سنوار او نصرالله سره همدا کار وکړ، له حدیده او صنعا سره به هم ورته کار وکړو.»
کاتس دغه خبري پراسرائیل باندي د حوثیانو له توغندیز برید څخه دوې ورځي وروسته وکړې. په دغه برید کي د ایران په ملاتړ د حوثیانو یو بالستیک توغندی په تل ابیب کي د کوچنیانو د لوبو پر یوه ځای ولگید.
حوثیان په دوامداره توگه په سره سمندر او عدن خلیج کي تجارتي بیړۍ تر هدفونو لاندي راولي. هغوی اعلان کړی دی چي دغه بریدونه د غزې له خلکو سره د پیوستون له امله ترسره کیږي.
اړوند:اسرائیل د بخښني نړيوال سازمان تور رد کړ
د اسرائیل د پوځ په خبره، حوثیانو د غزې له جگړې راهیسي، ۲۰۰ توغندي او ۱۷۰ ډرونونه د اسرائیل پر لور توغولي دي.
د حماس پخوانی سیاسي مشر د اگست پر ۱۰ مه د ایران د ولسمشر مسعود پزشکان د لوړې په مراسمو کي تر گډون یوه ورځ وروسته په تهران کي ووژل سو. مخکې له دې ایران او حماس د هنیه د وژل کیدو مسؤل اسرائیل بللی ؤ.
په هغه وخت کي د ايران مشر علی خامنه یي، خبرداری ورکړی ؤ چي اسرائیل په خپل دغه اقدام سره د خپل ځان له پاره د سختو سزاگانو زمینه برابره کړې ده. هغه وویل:«موږ خپله دنده بولو چي د هغه د ویني بدل به لکه څنگه چي د ایران د اسلامي جمهوریت په خاوره کي شهید سو، واخلو.»
ایران په تهران کي د حماس د مشر د وژنې په مناسبت د دریو ورځو له پاره عمومي ماتم اعلان کړ.
اسرائیل په هغه وخت کي په مستقیم ډول د هنیه د وژل کیدو مسئولیت پر غاړه وانه خیست.
اړوند:ایران غواړي د اسرائیل برید ته «پیچلی او لا قوي» غبرگون وښيي
څو میاشتې وروسته، اسرائیلي ځواکونو، په غزه کي د هنیه ځای ناستی او پر اسرائیل باندي د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې د ترهگري برید طراح، یحیی سنوار وواژه.
اسرائیل، حوثي ياغيان وروستۍ او د ايران یوازینۍ نیابتي ډله بولي چی مشران یې لا ژوندي دي.
خو په تیرو څو ورځو کي د حوثیانو د مشرانو د ځای د بدلون په هکله رپوټونه خپاره سوي وه.
العربیه او سکای نیوز شبکو د اسرائیل او یا هم امریکا د احتمالي برید د اندیښنې له امله د "حوثیانو د رهبرانو د ځای د بدلون او د هغوی د تگ راتگ د محدودیت" په هکله رپوټ ورکړ.