1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران ځیني افغان مهاجر بیرته نیمروز ته لیږلي

۱۴۰۰ مرداد ۱۷, یکشنبه

د طالبانو لخوا د نیمروز د مرکز تر نیولو وروسته د دغه ولایت ځینو اوسیدونکو ایران ته پناه یووړه. ویل کیږي چي د نیمروز سره د میلک عبوري سرحد تړل سوی او ځیني افغان مهاجر بیرته نیمروز ته استول سوي.

Afghanistan Sheberghan | Militärübung in Sar-e Pol
انځور: Mustafa Bag/AA/picture alliance

ایران د نیمروز سره خپل ګډ سرحد تړلی دی

د هغه راهیسي چي تیره پنجشنبه ورځ طالبانو د نیمروز ولایت مرکز، زرنج تر خپل کنټرول لاندي راوستی، د دغه ولایت یو تعداد اوسیدونکو سیمه پریښوله او کوښښ یې وکړ، چي ایران ته ورداخل سي.

د هغو ویدیوګانو څخه چي په فیسبوک کي نشر سوي، لیدل کیږي، چي د افغانستان یو تعداد نظامي قواوي د خپلو موټرونو او نظامي تجهیزاتو سره ایران ته ورداخلیږي.

د نیمروز ولایت د ایران د سیستان او بلوچستان ولایتونو سره همسرحده دی او د میلک په نامه عبوري سرحد د هیرمن د ښارګوټي سره نژدې موقعیت لري. ویل کیږي، چي ایران د افغانستان سره د میلک او ګمشاد په نامه دوه سرحدونه تړلي دي.

د افغان مهاجرو بیرته استول

د هغو کسانو تعداد چي په دې وروستیو څو ورځو کي د نیمروز څخه ایران ته وراوښتي دي، دقیق ارقام نسته. خو ځیني منابع د «زرونو» افغان مهاجرو د اوښتو خبره کوي ، کوم چي د ایران سرحدي قواوو د هغوی یو تعداد بیرته نیمروز ته وراستولي دي.

د میلک د عبوري سرحد مدیر، مصطفی ضیايي د دغه افغان مهاجرو په باب ایرانۍ ورځپاڼي «همشهري» ته ویلي دي، «د دغو مهاجرو په منځ کي داسي کسان وه، چي پاسپورټ ، ویزه او نور اسناد یې نه درلودل او د میلک سرحد څخه ایران ته رااوښتي وه. خو پسله څو ساعتونو څخه هغوی چي اسناد نه درلودل بیرته افغانستان ته واستول سول او ځیني نور یې بیا د ایران د سرحداتو د وزارت په کومک د مهاجرینو یوه کمپ ته انتقال سول.»