1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران د بریتانیې او اروپايي ټولنې بندیزونه «غیرعادلانه» بللي

۱۴۰۳ آبان ۲۹, سه‌شنبه

ایران د بریتانیې او اروپايي ټولنې نوي بندیزونه «غیرعادلانه» بللي دي. اروپايي ټولنې او بریتانیې د دوشنبې په ورځ د اوکراين په جګړه کې له روسیې څخه د ملاتړ په تړاو پر ایران خپل بندیزونه پراخ کړل.

بریتانیا د نورو ترڅنگ د «ایران ایر» د دولتي هوایی شرکت او د ایران د بیړۍ چلولو د دولتي شرکت شتمنۍ  هم کنګلوي.
په تهران کی د بهرنیو چارو د وزارت ودانۍ انځور: Irna

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبه په ورځ اعلان وکړ :«لکه څنگه چې د اوکراین  ولسمشر منلي دي چی هیڅ ایرانی بالستیک توغندی روسیې ته نه دی استول سوی، نو له دې کبله دایران په وړاندي د اروپايي ټولنې او بریتانیې له خوا د بندیزونو د وضع کولو اقدامات د توجیه وړ نه دي.»

دایران د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د خپلو خبرو په دوام وویل چې دغه بندیزونو «د ایرانیانو پر منافعو او بڼسټیزو حقونو» منفي اغیز کړی او «له بشري حقونو څخه د سیستماتیکې سرغړونې ښکاره مثالونه» دي.

اروپايي ټولنې او بریتانیې د دوشنبه په ورځ د تهران په وړاندې خپل بندیزونه پراخ کړل. دغه تعزیرات د نورو ترڅنگ د بیړۍ چلولو هغو ملی شرکتونو او همدارنگه کښتیو او بندرونو ته متوجه دي چې گومان کیږي د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د انتقال له پاره ورڅخه کار اخیستل کیږي.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت د رپوټ له مخې ، دغه هیواد د نورو ترڅنگ د «ایران ایر» د دولتي هوایی شرکت او د ایران د بیړۍ چلولو د دولتي شرکت شتمنۍ کنګلوي. لندن دغه شرکتونه، روسیې ته د بالستیک توغندیو او نورو پوځي تجهیزاتو په استولو تورن کړي دي.

په همدې ترتیب، د اروپايي اتحادیې په نوو بندیزونو کې د ټولو هغو قطعاتو د صادارتو منع کول شاملیږي چې ایران کولای سي له هغوی څخه د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د تولید او پراختیا له پاره استفاده وکړي. سربیره پردې اروپایی ټولنې له ټولو هغو بندرونو سره تجارت تحریم کړ چی روسیې ته ددغه ډول ټکنالوژیو د استولو له پاره استفاده ورڅخه کیږي.

د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کی د اوکراین په وړاندي د روسیې  د یرغلیزې جگړې له پیل راهیسي، مسکو او تهران د اقتصاد، انرژۍ او وسلو په برخه کې له پخوا زیات سره نیژدې سوي دي. اوکراین تقریباً هره ورځ د «شاهد» د بې پیلوټه ایراني الوتکو په مرسته، د روسیې تر برید لاندي راځي.

(AFP) gp, bs

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب