د ایران د بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد ته تللی
۱۴۰۳ آبان ۱۵, سهشنبهد اسوشتید پریس خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د عباس عراقچي الوتکه تیره شپه اسلام آباد ته څیرمه په یوه هوايي ډګر کې کېناسته او پاکستاني چارواکو یې هرکلی وکړ.
پاکستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزير دغه سفر په داسې وخت کيږي چې د ایران او اسرائيل تر منځ کړکېچ زور اخیستی.
ایراني چارواکي، مخ په ډېرېدونکي توګه ګواښ کوي چې پر ایران د اسرائيل د اکتوبر ۲۶مې حملې غچ به اخلي. اسرائيل په دغه حمله کې د ایران پوځي تاسیسات او نور ځایونه په نخښه کړل چې لږ تر لږه ۵ کسان پکې ووژل شول. اسرائيل وايي پر ایران برید یې پر اسرائيل د تهران د توغندیزې حملې په ځواب کې کړی.
پاکستان هغه مهال پر ایران د اسرائيل حمله وغندله.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلاميه کې ويلي چې دغه سفر همدارنګه «د پاکستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ، انرژۍ او امنیت په ګډون په مختلفو برخو کې د لا پرمختګ او خبرو اترو له پاره یو مهم فرصت برابروي.»
(AP)mks/nz