1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پزشکيان له متحده ايالاتو سره هوکړه ستايلې ده

بريښنا صابر | د آلمان خبري آژانس، ای پي
۱۴۰۵ خرداد ۲۸, پنجشنبه

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان، له متحده ایالاتو سره دغه د اوربند موقتي هوکړه «تاريخي» بللې ده. ولسمشر ترمپ بيا پر هوکړه انتقاد کوونکي «ناپوه» او «حسد کوونکي» بللي دي.

Iran Teheran 2025 | Präsident Massud Peseschkian bei einer Regierungssitzung
انځور: Iranian Presidency/ZUMA/dpa/picture alliance

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان، له متحده ايالاتو سره هوکړه ستايلې ده. نوموړي پر ايکس شبکې ليکلي دي: «دا يو تاريخي سند او د يوه ځواکمن ایران پيغام دی: سوله به د متقابل درناوي تر سيوري لاندې ترلاسه شي.»

پزشکيان، د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسليک شوي بشپړ سند يو سکېن هم شريک کړ.

اړونده موضوع: د ایران او امريکا ترمنځ د ۱۴ ماده يي تفاهم اصلي ټکي

د چهارشنبې په ورځ د پاريس ښار په ورسای ماڼۍ کې د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، چې د جي اوه په سرمشریزه کې یې د ګډون له پاره فرانسې ته سفر کړی دی، د ایران سره د تفاهم يادښت لاسليک کړ.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان، هم بيا د پنجشنبې په ورځ د دغه تړون ډيجيټالي بڼه لاسليک کړه.

له هوکړې څخه د پزشکيان، ستاینه په ایران کې د يو شمیر سخت دريځو له نظر سره په ټکر کې واقع ده چې وایي چې د ایران مشرانو بايد په ښو شرائطو د هوکړې د ترسره کولو له پاره نور مقاومت هم کړی وای.

ترمپ، وايي د ایران او امريکا پر هوکړه انتقاد کوونکي يا «ناپوهه» او يا «حسد کوونکي» دي

ولسمشر دونالد ترمپ، هم له ایران سره د موقتي تړون چې چهارشنبه د شپې یې لاسلیک کړی وو، دفاع وکړه.

د ټولنیزو رسنيو د تروت سوشل پليټفارم له لارې نوموړي وويل: «هغه ناپوهه چې فکر کوي د ایران په اړه زما دريځ په کافي اندازه سخت نه وو، په داسې حال کې چې د نفتو د ونډو بازارونه ريکارډ کچې ته لوړ شوي او د تيلو بیې رالوېدلي دي، يا خو حسود او بد خلک دي او يا ناپوهه دي.»

د نوموړي دا پيغام وروسته تر هغې خپور شوی چې مخافظه پالو مبصرينو او حتی د ترمپ، د خپل جمهوري غوښتونکي ګوند ځينو سیاستوالو له تړون سره خپل مخالف وښود، په ځانګړي توګه له ایران سره د ۲۰۱۵م کال د تړون په مقايسې سره چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما، په وخت کې شوی وو.

د تکساس سناتور ټيډ کروز، چې د ۲۰۲۸م کال د ولسمشریزو ټاکنو د بالقوه کانديد په سترګه هم ورته کتل کيږي، وويل: «زه فکر کوم چې ولسمشر له بده مرغه ناوړه توصيه ترلاسه کړې.»

يو بل جمهوري غوښتونکي سناتور بل ګرېسدي دا هوکړه «د څو لسیزو د بهرنۍ تګلارې تر ټولو بدې تیروتنې» په توګه یاده کړې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب