1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاآسیا

بلجیم: په ۲۰ کاله بند محکوم ایرانی ډیپلوماټ استیناف غواړي

۱۳۹۹ اسفند ۱۹, سه‌شنبه

د یوې حملې د پلان درلودلو په دلیل په بلجیم کي په ۲۰ کاله بند محکوم سوی یو ایرانی ډيپلوماټ اوس د دغه حکم پر ضد د استیناف غوښتنه کړې ده.

Belgien Prozess vereitelter Terror-Anschlag iranischer Diplomat Iran
انځور: Dirk Waem/BELGA/dpa/picture-alliance

د بلجیم په انتورپ ښار کي محکمې پرون دوشنبه(د مارچ میاشتي اتمه) خبر ورکړ، چي اسدالله اسدي او درې شریکانو یې د حکم پرضد د نوي پروسې د شروع کیدو او استیناف غوښتنه کړې ده. محکمه دا خبره په اثبات رسیدلې بولي، چي اسدي د ۲۰۱۸م کال د جون میاشتي په اخره کي په فرانسه کي د ایران د حکومت پرمخالفینو باندي یوه حمله پلان کړې وه. د اسدي درې نور ایراني شریکان له ۱۵ څخه تر ۱۸ کلونو بند پوري محکوم سوي دي.

لويي څارنوالۍ دغه بمي حمله چي د ایران د ملي مقاومت شورا (NWRI) د کلنۍ لیدني کتني پر وخت پاریس ته نژدې په ویلپاینټ کي تر سره کیدله، د محکمي ترحکم لږ دمخه غندلې وه.

د ایران د ملي مقاومت شورا په پاریس کي د ایران د اپوزیسوني ګروپونو یو اتحاد دی، چي د مجاهدین خلق تر رهبرۍ لاندي ده. څارنوالانو د دغي حملې د پلان اصلي عامل اسدي وباله، کوم چي هغه وخت په ویانا کي د ایران په سفارت کي ‌ډیپلوماټ وو. خو هغه په دغه پلان سوې حمله کي لاس درلودل ردوي.

د ایران حکومت د اسدي پرضد د محاکمې پروسه «غیرقانوني» بولي. د مستنطقینو دغه کار له ایران سره د نورو هیوادونو له هغې جملې جرمني سره د تشنج رامنځته کیدو سبب هم سو، ځکه چي اسدي د هغه تر محکوم کیدو لږ وروسته د جرمني په بایرن ایالت کي ونیول سو.

اسدالله اسديانځور: Irannewsupdate

الماني چارواکو د هغه مصؤنیت لیري او بلجیم ته یې وسپاره. ایران یې په مقابل کي د جرمني سفیر وراحضار او د حکم تر صادریدو وروسته یې د بلجیم سفیر هم احضار کړ.

د ایران د حکومت مخالفینو بیا، چي پرضد یې دغه حمله پلان سوې وه، د «دولتي ترهګرۍ » خبره کړې ده.

هغوی د ایران پر حکومت باندي تور لګوي چي مستقیماً یې په دغه حمله کي لاس درلودلی دی.

څارنوالي ګمان کوي چي اسدي اصلاً د ایران د استخباراتو یو مامور دی او ډیپلوماتیک موقف یې فقط یو پوښښ دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب