1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عراق: په یوه روغتون کې اورلګېدنې د کرونا ۵۸ ناروغان وژلي

۱۴۰۰ تیر ۲۲, سه‌شنبه

د عراق د ذی قار ولایت په مرکز ناصریه کې د امام حسین روغتون کې د اورلګېندې په پایله کې نږدې ۶۰ کسان مړه شوي دي. د عراق لومړي وزیر د عمومي ماتم د اعلانولو ترڅنګ د پلټنو امر کړی دی.

Irak Brand in Al-Hussein Hospital in Nasiriya
انځور: Arshad Mohammed/AA/picture alliance

د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي د یوې بیانیې په خپرولو سره د امام حسین په روغتون کې د اورلګېدنې په ارتباط د یو شمیر وزیرانو او امنیتي مسؤلینو په موجودیت کې یوه فوق العاده غونډه ور بللې ده.

د دغې غونډې د پریکړې له مخې په ناصریه کې د دې ناورین رامنځته کیدو لامل د څیړنې په موخه یو لوړپوړی هیئت استول شوی دی.

د الکاظمي د بیانیې پر اساس د امام حسین روغنتون پر مشر سربیره د ذی قار ولایت ځيني مسؤلین هم نیول کیږي، څو د دغې پيښې په ارتباط ترې پوښتنې او ګرویږني وشي.

د اړتیا په صورت کې په عاجل ډول نورو هیوادونو ته د ټپیانو استول او د عمومي ماتم اعلان د دغې فوق العاده غونډې له نورو پریکړو څخه دي.

د ذی قار ولایت روغتیایي ادارې د امام حسین ناصریه روغتون د کووید-۱۹ ناروغانو له پاره ځانګړې شوې څانګه کې د تیرې ورځې (۲۰۲۱م کال د جولای میاشتې ۱۲) اورلګېدنې له امله د قربانیانو شمیر ۵۸ اعلان کړی دی.

د ټپیانو دقیق شمیر نه دی اعلان شوی. په لومړنیو رپوټونو کې د ۵ تنو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی وو.

بغداد: په روغتون کې اورلګیدنې لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه کړي

د روغتون په دې څانګه کې چې ۶۰۰ متره مربع ساحه احتوا کوي د ناروغانو له پاره ۱۰۰ چپرکټونه ایښودل شوي وو او د کرونا ۶۲ ناروغان پکې بستر ول.

دا په روان میلادي کال کې د عراق په روغتونونو کې د اورلګېدنې رامنځته کیدو دویمه پيښه ده. په می میاشت کې د بغداد په یوه روغتون کې د اورلګېدنې په پيښه کې ۸۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.


د اکسیجن له بالونونو او د روغتون په احاطه کې له کارول شویو موادو څخه غیر مسلکي او نامناسبه استفاده، په ناصریه روغتون کې د اور لګېدنې د رامنځته کیدو دلیل ښودل شوی دی.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل