عراق او سوریه د امریکا او ایران ترمنځ د کشمکشونو په یوه میدان تبدیل سوي. جو بایدن د دغو هیوادونو په سرحدي سیمو کي د نورو بمباریو امر کړی دی، ترڅو په خبره يې پر ایران او متحدینو باندي یې فشار لوړ کړي.
انځور: picture-alliance/dpa/AP
اعلان
د پنتاګون ویاند جان کیربي، د یکشنبې په ماښام په واشنګټن کي خبر ورکړ چي د امریکا متحده ایالاتو پوځ د عراق او سوریې په سرحدي سیمه کي څو هغه هدفونه بمباري کړي دي چي ایران پلوه ملیشو استفاده ترې کوله.
د کیربي په خبره په عراق کي د امریکا پوځ د نظامي تاسیساتو څخه بې پیلوټه الوتکو هلته د ایران پلوه ملېشو پر تاسیساتو باندي بمبار کړی دی. د بمبار سوو ایران پلوه ملیشو دروهدفونه څخه دوه يې په سوریه او یو یې په عراق کي موقعیت لري.
کیربي اضافه کړه، چي هلته د نورو ترڅنګ وسلې ذخیره سوي دي. هغه د یوې متناسبي او دفاعي حملې خبره کړې او ویلي يې دي چي د هغه دلیل په عراق کي پر امریکايي نظامي هدفونو باندي د ایران پلوه ملیشو پرله پسې حملې دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Q. Abdul-Zhra
پنتاګون اضافه کړې چي جمهور رئیس جو بایدن د دغو ملیشو پر هدفونو باندي د بمبار امر ځکه ورکړی دی چي غواړي په دې وسیلې سره د هغو د نورو حملو څخه مخنیوی وکړي. کیربي وویل چي امریکا متحده ایالات د خپل ځان د دفاع د حق مطابق عمل کړی دی. هغه همدارنګه وویل چي جو بایدن په دغو حملو سره واضح کړه چي دی معامله کول غواړي، تر څو امریکايي قواوي وساتي.
د روان کال د فبروري میاشتي په اخره کي هم امریکايي پوځ د سوریې په ختيځ کي هوايي حملې کړي وې چي د دوی په حواله د ايران پلوه ملېشو ډېر غړي پکښې ووژل سول. دا د بایدن د جمهور رئيس کیدو راوروسته لومړۍ نظامي حمله وه.
د دغي حملې په ارتباط هم د امریکا د دفاع وزارت ویلي وه چي دا «فقط د ځان د دفاع» په خاطر یوه حمله ده چي په عراق کي پر امریکايي عسکرو او د هغوی پر متحدینو باندي د حملې په عکس العمل کي تر سره سوې ده.
د ايران او عراق د جگړې ۴۰ کاله تیر شول
د ایران او عراق ترمنځ جگړه د منځني ختیځ تر ټولو اوږده او خونړۍ شخړه وه چې اته کاله یې دوام وکړ او کیمیاوي وسلې هم په کې کارول شوې وې. د دې جگړې له امله په سیمه کې فرقه ايز ويش هم زيات شو.
له دې جگړې پنځه کاله مخکې په ۱۹۷۵م کال کې د هغه وخت مرستیال ولسمشر صدام حسین او د ایران د پادشاه ترمنځ یو تړون لاسلیک شوی وو، چې په هغه کې د سرحدي شخړې د حلولو کوښښ شوی وو. خو د بغداد حکومت پر ایران تور لگولی وو چې په هرمز تنگي کې یې پر دریو ټاپوگانو د برید پلان جوړ کړی وو. ایران او متحده عربي امارات دواړه د دغو ټاپوگانو د مالکیت ادعا کوي.
انځور: Gemeinfrei
د اوبو مهمه سرچينه
د ۱۹۸۰م کال د سپټمبر په ۱۷ نیټه د عراق حکومت د الجزایر تړون لغوه اعلان کړ او د ۲۰۰ کیلومترو په اوږدوالي د شط- العرب پر سیند یې د خپل کنترول غوښتنه وکړه. د خلیج دغه مهم سیند د دجلې او فرات د رودونو له یوځای کیدو څخه رامنځته شوی دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/N. al-Jurani
پر ښارونو او بندرونو بمباري
د عراق ولسمشر صدام حسین د ایران پر هوایې ډگرونو بمبارۍ وکړې چې په هغې کې د تهران هوایي ډگر هم شامل وو. د دې ترڅنگ عراقي ځواکونو پر ایراني تاسیساتو او د نفتو پر زیرمو هم بمبارۍ وکړې. د جگړې په لومړۍ اونۍ کې د عراقي پوځ له مقاومت سره مخامخ نه شو او د قصر شرین او مهران ترڅنگ یې سویلي ختیځ بندر خرمشهر هم تر خپل کنترول لاندې راوستل. دا هغه ځای دی چیرې چې شط- العرب له سمندر سره یوځای کیږي.
انځور: picture-alliance/Bildarchiv
گډ دښمن
په دې جگړه کې عربي هیوادونو د عراق ملگرتیا وکړه. په ځانگړي توگه سعودي عربستان او کویت سره دا ویره موجوده وه چې هسې نه ایران په منځني ختیځ کې ټول اکثریت شعیه میشته هیوادونه تر خپل نفوذ لاندې را ولي. لویدیځ هیوادونه هم له عراق سره مل وو او هغو پر صدام حسین د وسلو پلورل شروع کړل.
انځور: Getty Images/Keystone
د ایراني پوځیانو ځوابي عملیات
د ایراني ځواکونو ځوابي بریدونه د عراق له پاره حیرانونکي ثابت شول. ایراني ځواکونو په دغو عملیاتو کې خرمشهر بندر بیرته تر خپل کنترول لاندې راوست. عراق د اوربند په اعلانولو سره خپل ځواکونه بیرته را وبلل. خو ایران اوربند ونه مانه او د عراق پر ښارونو یې بمباري پیل کړه. په ۱۹۸۴م کال په اپریل کې د دواړو هیوادونو پوځیانو پر ښارونو بریدونه وکړل. په دې توگه د دواړو هیوادونو ۳۰ ښارونه ته سخت زيان ورسيده.
انځور: picture-alliance/dpa/UPI
د کیمیاوي وسلو استعمال
عراق په دې جگړه کې کیمیاوي وسلې هم وکارولې. په ۱۹۸۴ م کال کې ایران دا تور ولگاوه چې وروسته بیا ملگرو ملتونو هم دا تائید کړی وو. په ۱۹۸۸م کال کې هم عراقي ځواکونو کیمیاوي وسلې وکارولې. ایران ادعا وکړه چې عراق د ۱۹۸۷ م کال په جون کې د ایران په سردشت ښار کې د د زهرجن گازو برید وکړ، په داسې حال کې چې د ۱۹۸۸کال په مارچ میاشت کې د عراق په کردي سیمه کې د حلبجه کې یې عراقي سیمې په نښه کړل.
انځور: Fred Ernst/AP/picture-alliance
اوربند
د ۱۹۸۸م کال په جولای کې د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي د ملگرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د اوربند غوښتنه ومنله. په دې جگړه کې د وژل شویو کسانو د دقیق شمیر په اړه تائید شوي ارقام شتون نه لري، خو د اټکل له مخې لږ تر لږه ۶۵۰ زره کسان په دې شخړه کې وژل شوي دي. دواړو هیوادونو د ۱۹۸۸م کال په اگست میاشت کې د اوربند اعلان وکړ.
انځور: Sassan Moayedi
نوی فصل
کله چې په ۲۰۰۳ م کال کې امریکایي ځواکونو د عراق د ولسمشر صدام حسین حکومت نسکور او واکمنۍ ته د پای ټکې کیښود، په منځني ختیځ کې یو نوی فصل پرانیستل شو. له هغه وخت راهیسې د ایران او عراق ترمنځ اړيکې مخ پر ښه کیدو شوې. اوس دواړو هیوادونو نه یوازې په اقتصادي برخه کې، بلکې په کلتوري او ټولنیزو برخو کې هم خپلمنځي اړیکې بهتره کړي دي.