آيا پر طالبانو مالي بنديزونه غيرانساني دي؟
۱۴۰۰ بهمن ۲۸, پنجشنبه![Afghanistan | Bäckerei in Kabul spendet Brot](https://static.dw.com/image/60630753_800.webp)
مرستندويه سازمانونه خبرداری ورکوي چي په افغانستان کي بشري حالت په شدت سره مخ پر خرابيدو دی او دغه هيواد د سختي لوږي له گواښ سره مخامخ دی. د ژغورني د نړيوالي کميټې په نامه د بشري مرستو سازمان (IRC) د آلمانۍ څانگي مشر، رالف آخن باخ له دويچه ويلي سره په مرکه وويل چي په راتلونکو څو مياشتو کي به په افغانستان کي تر ۳۸ ميليونو انسانانو پوري چي د نفوس ۹۷ سلنه ده، د نړيوال فقر تر کرښي لاندي ژوند وکړي.
د نړيوال بانک د تعريف له مخي دغه کسان نه سي کولای خپلي هغه ورځنۍ اړتياوي پوره کړي چي په امريکا کي يې بيه يو ډالر او ۹۰ سنټه ده. اوس لا د اولس نيمايي برخه د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ ده. خلک په دې نه پوهيږي چي سباته به څه خوري.
د جرمني د يونيسف د ادارې اجرايوي مشر، کريستيان شنايدر په افغانستان کي له مخ پر زياتيدونکي غربت او گواښوونکي ناوړه حالت څخه خبرداری ورکوي.
شنايدر تيره اونۍ د «فرانکفورتر الگيماينر څايتونگ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼي ته په يوه متن کي ليکلي وه چي په دې ترڅ کي بشري ناورين ۱۳ ميليونه کوچنيان اغيزمن کړي دي.
«د انسان په لاس جوړ سوی ناورين»
د ژغورني نړيوال سازمان چي په سوريه کي يې هم پروژې د آلمان د حکومت له خوا حمايه کيږي، اوس غوښتنه کوي چي په افغانستان کي دي د اقتصادي سقوط د مخنيوي له پاره يو لړ اقدامات وسي. د نورو ترڅنگ بايد هغوی په آلماني بانکونو کي د افغانستان له پاره کنگل سوي شتمنۍ آزادي کړي، د مهمو پيسه ورکوونکو هيوادونو سره دي يو گردی مېز جوړ کړل سي، تر څو يو اوږدمهاله مالي ميکانيزم رامنځته سي، دا په دې معني چي له نړيوال بانک او بين المللي متحدينو څخه دي غوښتنه وسي تر څو د يو اشاريه ۲ ميليارده ډالرو تعهد سوي مرستي چي د افغانستان د بيارغوني له پاره وې، تاديه کړي. همدارنگه برلين بايد څرگنده کړي چي آيا دغه بنديزونه د انفرادي کسانو او يا هم د طالبانو د ټول حکومت له پاره وضع کيږي.
رالف آخن باخ له دويچه ويلي سره په خبرو کي د نوموړي سازمان له خوا د دغه ډول غوښتني دليل دا راوړی چي اوسنی حالت له هره اړخه يو بشري ناورين دی. د هغه په خبره ،اقتصادي شاتگ چي د اگست مياشتي په آخره کي د نظامي شاتگ په نتيجه کي رامنځته سوی، پر افغان اولس او د هغوی پر اقتصادي وضعيت يې سخت اغيز کړی دی. په هغو کي د پرمختيايي مرستو له پاره د پيسو کنگل کيدل هم شامل دي چي له امله يې ۷۵ سلنه دولتي بوديجه له منځه تللې ده. له همدې کبله ډاکټرانو، ښوونکو او دولتي کارکوونکو ته معاشونه نه سي ورکول کيدای.
په افغانستان کې د IRC د پروګرام رئيس، جورج سيبونيا زياتوي، "دا هم د اروپا په ګډون په بهر کې د افغانانو د شتمنيو د کنګل کيدو له امله دي، د هغه په خبره "د کوويډ ۱۹ ناروغي او په تيرو 27 کلونو کې تر ټولو ناوړه وچکالي - وضعيت نور هم خرابوي."
«د جرمني حکومت د نورو لارو چارو په لټه کي دی»
د آلمان د پارلمان مرستياله او د بهرني سياست په کاري گروپ کي د افغانستان مسئوله، آيدان اوزگيوز وايي چي په حقيقت کي د دغو پيسو استول يوازي تر ټاکلو شرايطو لاندي امکان لري.
هغې له دويچه ويلي سره په خبرو کي وويل:«دا واضح خبره ده چي آلمان نه سي کولای په مستقيم ډول د طالبانو حکومت ته پيسې ورکړي. دا ځکه چي دغه پيسې لکه څنگه چي موږ يې غواړو مستحقو کسانو ته نه رسيږي، له همدې کبله دا معلومه نه ده. ښايي د طالبانو غوندي حکومت به نقدي مرستي له آلمان څخه واخلي او وروسته به هغه پر خپل سر وويشي. د جرمني حکومت د طالبانو حکومت په رسميت نه پيژني. له همدې کبله موږ د نورو لارو چارو په لټه کي يو.»
اوزگيوز لويو مرستندويه سازمانو ته په اشارې سره وايي چي نوي لاري موجودي دي. د جرمني د خارجه وزارت د معلوماتو له مخي په ۲۰۲۱م کال کي شاوخوا ۶۰۰ ميليونه يورو په افغانستان کي بشري مرستو ته اختصاص سوي وې. د متحدو سازمانونو د مثال په ډول د خوراک نړيوال پروگرام او يا هم د ملگرو ملتونو سازمان د مهاجرو د ملاتړ د ادارې له لاري دغه پيسې په مستقيم ډول خلکو ته رسيدلای سي.
سربيره پردې، د افغانستان د بيارغونې وجهي صندوق (ARTF) چې د نړيوال بانک له خوا اداره کيږي، په دسمبر مياشت کې پريکړه وکړه چې د هغه د بوديجې څخه ۲۸۰ ميليونه ډالره د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) او يونيسف ته انتقال کړي.
«د مرستندويه سازمانونو له پاره د بسپني پيسې کافي نه دي»
د ژغورني له نړيوالي کميټې څخه رالف آخن باخ وايي چي، په حقيقت کي مرستندويه سازمانونو ډېر اغېزمن او ثابت ميکانيزمونه درلودل تر څو غلطو اشخاصو ته د پيسو د رسيدلو مخه ونيسي. خو اوس دغه پيسې کفايت نه کوي تر څو د افغانانو اړتياوي راکمي کړي. له همدې کبله نوموړي کميټې دغه ډول غوښتنه پيل کړې ده.
د هغه په نظر دا د لوېديځوالو اخلاقي دنده ده تر څو ددې مخنيوی وکړي چي د نړيوالي ديپلوماسۍ له امله په سيمه کي خلک د يرغملو په توگه و نه ساتل سي. تر ټولو دمخه دا مهمه ده چي د خلکو ستونزي په نظر کي ونيول سي او هغه راکمي کړای سي.
آيدن اوزګيوز وايي چي د افغانستان کړکېچ يوازي د پيسو له لاري نه سي حل کيدای. دغه هيواد د يوه داسي غير قانوني دولت له خوا اداره کيږي چي انساني حقونو ته درناوی نه لري او د دغه ناورين د رامنځته کيدو له پاره هم مسئول بلل کيږي.
د اوزګيوز په خبره: «موږ کولای سو د خلکو اړتيا او ستونزي د بشري مرستو له لاري راکمي کړو. سربيره پردې د خبرو اترو له لاري لکه له طالبانو سره په اوسلو کي. هڅه کوو چي له خلکو سره ارتباط پيدا کړو او د دغه هيواد د راتلونکي غم وخورو. خو د دې کار له پاره په سيمه کي زموږ د مرستندويانو د امنيت ساتل شرط دي.»
«فعالو بانکونو او مارکيټونو ته اړتيا ده»
رالف آخن باخ وايي چي مرستندويه سازمانونو به بل ډول او لږ سياسي تګلاره تعقيبوله. د هغه په خبره: «موږ د بې طرفۍ ساتلو ته مکلف يوو. موږ هغو سيمو ته مرسته رسوو، چيري چي ورته اړتيا وي.» د هغه په نظر، اوس په اساسي ډول د هغو مرستو مخنيوی کيږي چي له امله يې نړيوالي ټولني په دغه هيواد باندي اقتصادي بنديزونه لگولي دي.
يوازې بشردوستانه مرستې نسي کولی د افغانستان د عامه سکتور معاشونه يا سالم اقتصاد ته بدلون ورکړي. افغان اولس د ژوندي پاته کيدو له پاره د بانکونو او مارکيټونو فعاليت ته اړتيا لري.
آيدن اوزگيوز بيا برعکس په دې باور ده چي لوېديځ هيوادونه بايد دا واضح کړي چي هغوی د طالبانو حکومت او د هغوی له خوا له بشري حقونو څخه په مسلسل ډول سرغړونه نه سي منلای. له همدې کبله به بې له قيدو وشرطه مرستي هم ترسره نه سي. د هغې په خبره: «طالبان بايد خبرو اترو ته آمادگي ښکاره کړي او داسي يوه لار پيدا کړي چي بلاخره د افغانستان له پاره يو قانوني حکومت رامنځته سي.»
GP/NZ/DW.Online