پوتين وايي د داعش جنګيالي د افغانستان شمال کې راغونډيږي
۱۴۰۰ مهر ۲۳, جمعه»زموږ د استخبارتو له مخې د افغانستان شمال کې يوازې د داعش د غړو شمېر تقريبا ۲۰۰۰ تنو ته رسيږي.« دغه خبره د روسيې ولسمشر د پخواني شوروي د هېوادونو له مشرانو سره په ويډيويي کنفرانس کې وکړه.
پوتين د روانې اوونۍ په ترڅ کې هم د عراق او سوريې له مجربو داعشي جنګياليو څخه خبرداری ورکړ چې افغانستان ته مخه کوي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي تمه لري چې طالبان به له دغه ګواښ سره وړ چلن وکړي. پوتين دا هم وويل چې د داعش مشران په افغانستان کې غواړي د دغې ډلې نفوذ په مرکزي آسيا کې تضمين کړي څو مذهبي او توکميزو شخړو ته لمن ووهي. مسکو دغه سيمه د خپل نفوذ ساحه بولي.
پوتين د مرکزي آسيا هېوادونو له مشرانو سره په غونډه کې چې ځينې يې له افغانستان سره ګډه پولي لري، وويل: »تروريستان هڅه کوي چې د فدراسيون خاورې ته وردننه شي، چې د نورو تر څنګ ځانونه کډوال معرفي کوي.«
طالبان چې د اګست په نيمايي کې يې د يوه لويديځ پلوي حکومت څخه قدرت ونيو، په نړيوال رسميت پسې تلاش کوي او د يوه بشري ناورين د مخنيوي له پاره مرستې هم غواړي.
د افغانستان له پاره د پوتين ځانګړي استازي ضمير کابلوف د روسيې اينترفاکس خبري اژانس ته وويل چې د طالبانو استازي به راتلونکې اوونۍ په مسکو کې په يوه نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړي چې د ايران، پاکستان او چين په څېر سيمه يز لوبغاړي پکې حضور لري.
پوتين بيا دا هم وويل چې د طالبانو په رسميت پېژندلو کې بايد بيړه ونه شي، خو زياته يې کړه چې »موږ پوهيږو چې له هغوی سره بايد چلن وکړو.«