د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټې په رانېږدې کېدو سره په افغانستان کې دا اندېښنې هم مخ پر ډېرېدو دي چې ښايي د القاعده او داعش په شان ډلې بیا ځواکمنې شي. د افغان چارواکو ډاډ څه دی؟
انځور: picture-alliance/Zuma Press
اعلان
کارپوهان وايي، د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې نیټې وړاندې چې ټاکل شوې د امریکا او ناټو ځواکونه په بشپړ ډول له افغانستان ووځي، باید په هيواد کې یو سیاسي ټیکاو رامنځته شي.
د کتونکو په باور د سیاسي ټیکاو له پاره د جګړې ښکېل اړخونو ترمنځ د سولې هوکړه لیک او ترڅنګ یې د حکومت او سیاسي جریانونو ترمنځ سیاسي اجماع اړین ګامونه دي.
د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړي غلام ولي افغان دویچه ویله ته وویل، که چېرې افغانان د سیاسي ټیکاو په راوستلو کې ناکام شي، نو د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به هيواد یو ځل بیا ۹۰مې لسیزې ته وروګرځي: «دا اوس چې القاعده او نورې شبکې چې په افغانستان کې فعالیت لري زه وایم د دې ډلو ترڅنګ به نورې ډلې هم را پورته شي.»
د افغان پارلمان دا غړی زیاتوي چې د یوه پیاوړي مرکزي دولت له جوړېدو پرته د ناټو او امریکايي ځواکونو وتل به هيواد کورنیو جګړو ته ورټیل وهي.
ویل کیږي چې په افغانستان کې پر وسله والو طالبانو سربیره داعش، القاعده، د ازبکستان جنګیالي او د پاکستاني طالبانو ترهګري ډلې د افغان دولت پرضد جګړه کوي.
سیاسي شنونکي مطیع الله ابراهیم زي دویچه ویله ته وویل، ددې احتمال هیڅوک نه شي ردولی چې القاعده او داعش به په افغانستان کې بیا پیاوړې کیږي: «که نظام و پاشل شي، حکومتداري ته پام و نه شي دا امکان شته دا او نورې ډلې به بیا راپیدا کیږي.»