1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش په جلال آباد کې پر طالبانو د بريدونو پړه منلې ده

۱۴۰۰ شهریور ۲۹, دوشنبه

د داعش خراسان ډلې په ننګرهار کې پر طالبانو د ترسره شويو بريدونو پړه منلې ده. د شنبې او يکشنبې په ورځو رامنځته شويو چاودنو مرګ ژوبله هم درلودله.

Pakistan Islamischer Staat Führer Hafiz Saeed
انځور: picture-alliance/dpa/TTP

د اسلامي دولت ـ خراسان يا داعش خراسان ډلې د تبليغاتي څانګې له خوا په جاري کړل شوې اعلاميه کې دغي ډلې د شنبې په ورځ «په دريو بېلو بمي بريدونو» کې د «طالبانو د موټرو» د په نخښه کولو مسئوليت منلې دی. همدا راز د يکشنبې په ورځ د «طالبانو پر موټر» د يوه بل «بمي بريد» پړه هم همدې ډلې منلې ده.

د سيمه ایزو رسنیو په حواله يو پېک اپ موټر چې طالبان پکې سپاره ول، د يکشنبې په ورځ د يوه بمي بريد هدف وګرځېد. عيني شاهدانو سيمه ایزو رسنيو ته ويلي دي چې په دې بمي بريد کې د طالبانو يو شمير جنګيالي په ټپي حالت کې روغتون ته وړل شوي ول.

تر دې يوه ورځ د مخه يعني د شنبې په ورځ هم لږ تر لږه دوه کسان هغه وخت ووژل شول چې په سيمه کې پرله پسې بمي چاودنې رامنځته شوې چې دا د اګست پر ۳۰ نېټه له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو راهيسې لومړۍ خونړۍ چاودنې وې.

داعش خراسان ډلې د اګست مياشت په پای کې په کابل هوايي ډګر کې د خونړۍ بريد چې تر سلو ډېر انسانان پکې وژل شوي ول، پړه هم منلې وه.

د ننګرهار ولايت مرکز جلال آباد د اسلامي دولت ډلې د افغانستان څانګې پوخ سنګر بلل کیږي.

که څه هم چې داعش او طالبان دواړه کلک درېځه سني ډلې دي، خو بيا پر مذهبي مسئلو او تګلاره کې سره اختلاف لري چې دا څه د دواړو ډلو ترمنځ د خونړيو نښتو باعث ګرځي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه:

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب