1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا پر سعودي د ايران د بريد ګواښ شته؟

۱۴۰۱ آبان ۱۴, شنبه

واشګنټن د خليج د امنيتي وضعې په تړاو اندېښمن دی. د رسنيو د راپورونو له مخې رياض اندېښنه لري چي ايران ښايي پر سعودي حمله وکړي. کارپوهان پر دغه موضوع همنظره نه دي.

د سعودي عربستان او ايران تر منځ ترينګلتيا
د سعودي عربستان او ايران تر منځ ترينګلتياانځور: borna

په واشنګټن کي د هډسن انستيتيوت کارپوه مايکل دوران وايي: «زه دا له امکان څخه دباندي نه بولم چي ايران پر سعودي عربستان حمله وکړي.» د دغه کارپوه په وينا ايراني ځواکونو د سپتمبر مياشتي په پای کي لا د عراق په شمالي ښار اربيل کي کوردي ايرانۍ ډله په نخښه کړې وه. د دغې ډلې غړي له ايران څخه ګاونډي هيواد عراق ته تښتېدلي ول.

دوران د آلمان ږغ سره په خبرو کي وويل چي ايران په ياده بڼه «د قدرت نمايش» ښايي بيا وکړي که ځان ورته مجبور احساس کړي. د دغه کارپوه په وينا تهران د اخوندانو د رژيم ضد په کور دننه د دوامداره پراخو احتجاجونو وروسته تر فشار لاندي راغلی دی. هغه زياته کړه چي د هيواد څخه دباندي لانجې په داخله سياست کي د رژيم سره مرسته کولای شي. په وينا يې د مثال په توګه ايران داخلي احتجاج کوونکي د باندنيو جاسوسانو په توګه يادولای شي. دوران وايي چي د تهران رژيم کوښښ کوي چي خپل ټول مخالفين که هغه احتجاج کوونکي، سعودي، اسرائيل او که متحده ايالات دي په يوه کاټېګوري کي واچوي.

په رشتيا هم د «سپاه پاسداران انقلاب ايران» يعنې د ايران د انقلاب د ساتونکې قول اردو او د استخباراتو او امنيت د وزارت په يو مشترک راپور کي راغلي دي چي روان احتجاجونو د ايران پر ضد د يوې توطيې برخه دي، کومه چي د ايران دښمنانو متحده ايالاتو، بريتانيې، اسرائيل او سعودي عربستان جوړه کړې ده.

په فارس خلیج کې د ګواښوونکي وضعیت په اړه د امریکا اندیښنه

له احتجاجونو څخه د خلکو د پام اړولو هڅه

د کارپوه دوران په وينا د تهران همېشنۍ تګلاره همدا پاته سوې ده چي «هر څومره چي رژيم تر فشار لاندي راځي، هغومره لا توند کيږي.» مايکل دوران د پخواني ولسمشر جارج ډبليو بوش په اداره کي د منځني ختيځ د کارپوه دنده لرله.

په ترکيه او عراق کي د امريکا د متحده ايالاتو پخوانی سفير جېمز جېفري هم په دغه موضوع کي د دوران په شان نظر لري. هغه هم دا امکان نه ردوي چي ايران به پر سعودي عربستان بريد وکړي. د جېفري په وينا د سعودي پر ضد د ايران د احتمالي بريد مقصد به له احتجاجونو څخه د خلکو پام اړول وي. د هغه په وينا د ګاونډي هيواد سره ممکنه لانجه ښايي په هيواد دننه کي د تهران د رژيم ملاتړ زيات کړي. جېفري وايي چي و سعودي ته د جو بايډن د وروستي سفر او د رياض او واشنګټن تر منځ د اړيکو له سړېدو څخه ښايي تهران ګټه پورته کړي.

د مايکل دوران په وينا د سعودي عربستان پر ضد د ايران د ممکنه بريد په ترڅ کي به د امريکا متحده ايالات په يو ډېر مشکل حالت کي واقع شي. د منځني ختيځ دغه کارپوه د خپل اټکل لامل د نظاميانو اټکل بولي. د هغه په وينا د امريکا د متحده ايالاتو د مرکزي قوماندې (CENTCOM) پخواني مشر، جنرال کېنېت اف آر مکينزي په لندن کي پخوا لا ويلي ول چي ايران د خپلو ګاونډيانو په پرتله په نظامي توګه مخکي دی. د دوران په وينا ايران ښايي داسي پوځي وړتياوي لري چي ګاونډيان يې پر ضد زيات څه نشي کولای.

ايران په زياته د ډرونونو او توغنديو په ډګر کي تر خپلو ګاونډيانو ډېر مخکي دیانځور: Iranian Army Office/ZUMA/IMAGO

د کارپوه دوران په وينا پر ګاونډيانو د ايران د مخکي والي تر ټولو مهم عنصر د ايران ډرونونه، بالستيکي توغندي او الوتونکي پوځي وسايل دي. په وينا يې د جګړې په صورت کي ايران کولای شي چي ياد امکانات پر يو وخت وکاروي او له همدې کبله يې خطر زيات دی. دوران وايي واشنګټن چي په سيمه کي خپلو ټلوالو ته له توغنديو د ساتنې کوم وسايل ورکړي دي، هغه د ايران د ممکنه بريد پر وخت صرف د توغنديو يوه برخه راګرځولای شي خو نه ټول.

دوران په دې نظر دی چي د ايران له خوا پر سعودي عربستان د بريد په صورت کي ښايي د امريکا متحده ايالات رامخکي نشي او محتاطانه چلن وکړي. جېمز جېفري هم په دې موضوع کي د دوران سره همنظره دی. خو جېفري وايي چي دا موضوع له زياتو نورو موضوعاتو او شرايطو سره مربوطه ده. د هغه په وينا دمګړی د بايډن د ادارې لپاره د اوکراين بحران او جګړې ته توجه کول لومړيتوب لري او واشنګټن نه غواړي چي له اوکراين څخه توجه ليري شي.

چین او سعودي عربستان د انرژۍ په برخه کي ګډ کار سره کوي

د ايران د چارو کارپوهه: پر سعودي بريد منطق نه لري

د بريتانوي آند خوني کېتم هاوس کارپوهه صنم وکيل د خپلو امريکايي هم مسلکو څخه بېل نظر لري. د ايران د چارو دغه کارپوهه فکر نه کوي چي پر سعودي عربستان دي د ايران بريد رانژدې وي. هغه وايي: «موږ په دې هکله صرف قياس او اټکل کولای شو چي رياض ولي اوس دا ډول معلومات خپاره کړل.» دغي کارپوهي د آلمان ږغ سره په خبرو کي زياته کړه: «کيدلای شي چي د سعودي عربستان استخباراتو يو شی ثبت کړی وي او خپروي يې، هغه په دې مقصد چي د ايران اعتبار ته زيان ورسوي.» د وکيل په وينا ښکاره ده چي د ايران رژيم د احتجاجونو له کبله تر فشار لاندي دی، خو واکمني يې تر ګواښ لاندي نه ده. د دغې کارپوهې په وينا په داسي يو حالت پر سعودي عربستان بريد کول به هيڅ منطق نه لري. هغه زياتوي: «په ايران کي داخله سياست تر هغه ډېر زيات مغلق دی، لکه په لوېديځ کي چي يې زيات په هکله فکر کوي.»

ميودراګ سوريج/ا.ا./ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل