1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش په کابل کې د چاودنې مسئولیت منلی دی

۱۴۰۳ مرداد ۲۲, دوشنبه

داعش وسله والې ډلې د کابل په لویدیځ کې د یکشنبې ورځې د چاودنې مسئولیت منلی دی. تېره ورځ د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یوه موټر په چاودنه کې یو کس ووژل شو او ۱۱ نور ژوبل شول.

افغانستان کې د طالبانو ادارې عسکر
د ارشیف انځور: داعش ډلې کابل کې د برید مسئولیت منلیانځور: Saifurahman Safi/XinHua/dpa/picture alliance

داعش وسله والې ډلې د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یوه کوچني مسافروړونکي بس د چاودنې مسئولیت منلی دی. په دغه چاودنه کې یو کس ووژل شو او ۱۱ نور ټپیان شول.

دغې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، چې دغه چاودنه د یوه مقاطیسي ماین په مرسته شوې ده، چې پکې یو کس وژل شوی او ۱۳ نور ټپیان دي.

د ارشیف انځور: کابل افغانستانانځور: WAKIL KOHSAR/AFP

د کابل له پاره  د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدران د دوشنبې په ورځ دا چاودنه او اوښتې مرګ ژوبله تائید کړې ده. هغه ویلي دي، چې په دې اړه څېړنې هم روانې دي.

د کابل دښت برچي سیمه ډېر کله د داعش د بریدونو هدف ګرځي. دغې ډلې د افغانستان شیعه‌ مېشتو سیمو کې په خپلو لویو بریدونو کې ښوونځي، روغتونونونه او مجسدونه په نښه کړي دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ځانمرګي بریدونه او چاودنې کمې شوي دي؛ خو د داعش خراسان څانګې لا هم په دغه هيواد کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

OD.nk, pa (ap)

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب