1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمافغانستان

طالبان: امريکايي چارواکي د داعشيانو شمېر کې مبالغه کوي

۱۴۰۲ فروردین ۴, جمعه

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د داعش ډلې د شمېر په اړه د امریکايي چارواکو څرګندونې رد کړې. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د شمېرو زيات ښودل داعش ته يو ډول کمپاين هم بللی دی.

داعش جنګیالي په افغانستان کې
داعش جنګیالي په افغانستان کېانځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

جګپوړو امریکايي جنرالانو ویلي، چې داعش ډله لاهم په افغانستان کې پیاوړی حضور لري.

اړوند مطالب:طالبانو په کابل کې د داعش د دريو غړيو د وژلو خبر ورکړی

منځني ختیځ لپاره د امریکا جګپوړي جنرال مایکل اریک کوریلا د پنجشنبې په ورځ د کانګرس پوځي کمېټې ته ویلي، په ۲۰۲۱ میلادي کال کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د داعش جنګیالي ډېر شوي او پیاوړي شوي هم دي.

هغه ویلي: «داعش نن په افغانستان کې ځواکمن او قوي دی.»

خو د طالبانو د حکومت ویاند د امریکايي چارواکو دا څرګندونې په کلکه رد کړې.

ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ په خپله ټویټرپاڼه لیکلي:« په افغانستان کې د داعشي ډلې د تعداد په اړه د امریکایي چارواکو څرګندونې حقیقت نه لري.»

مجاهد زیاته کړې: «د امریکایي چارواکو لخوا له دې موضوع سره دلچسپي او د هغوی بزرګنمایي پخپله له داعشي فتنه ګرو سره مرسته او هغوی ته کمپاین دی چې باید ودرول شي.»

د طالب ویاند په ټکو چې دا ډله اوس په افغانستان کې تر پخوا ډېره ځپل شوې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل