1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش د طالبانو له تاکتيکونو کار اخلي

۱۴۰۰ مهر ۲, جمعه

طالبان له داسې دښمنانو سره مخ دي چې په ښارونو کې د جګړې او د چريکي جنګ داسې تاکتيکونه کاروي چې له طالبانو څخه يې خپل کړي دي.

Irak Islamischer Staat Propagandafoto
انځور: picture-alliance/Zuma Press

 

تېره مياشت د کابل پر هوايي ډکر باندې يو مرګونی بريد او په جلال آباد کې پرله پسې بمي بريدونه وشول چې داعش يې پړه پر غاړه اخيستې ده. دا د وسله والو ډلو له خوا هغه ستر ګواښ په ګوته کوي چې له طالبانو سره په ټکر کې دي.

د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد، دغه ګواښ لږ بللی او ويلي يې دي چې داعش په افغانستان کې فعال حضور نه لري، خو ځايي قوماندانان دغه ګواښ بيا سپک نه بولي. د طالبانو د تحريک د استخباراتو دوو غړو چې د جلال آباد وروستي بريدونه يې پلټلي دي، وويل چې کارول شوي تاکتيکونه يې دا په ګوته کوي چې هغه ډله يعنې داعش خطرناکه ده، آن که کافي جنګيالي او امکانات ونه لري چې ځينې ځايونه ونيسي خو بيا هم خطرناکه ده.  

د مقناطيسي بمونو په واسطه د طالبانو غړي په همغه عين ډول په نښه شول چې طالبانو به د پخواني حکومت چارواکي او د مدني ټولنې وتلې څېرې په نښه کولې. د طالبانو د استخباراتو يوه چارواکي وويل چې »موږ دغو مقناطيسي بمونو ته اندېښمن يو چې پخوا به مو په کابل کې د خپلو دښمنانو د په نخښه کولو له پاره کارول. موږ خپلو مشرانو ته اندېښنه لرو چې کېدای شي په نخښه شي که په موفقانه توګه کنترول يې نه کړي.«

داعش پر کابل هوايي ډګر د بريد پړه هم منلې ده.انځور: Wali Sabawoon/AP Photo/picture alliance

په ننګرهار کې د طالبانو امنيتي کسانو ويلي دي چې د چهارشنبې په شپه يې د داعش درې غړي وژلي دي. خو استخباراتي چارواکي يې وايي چې دغه ډله تر اوسه د دې وړتيا لري چې د وړو بريدونو پر مټ ګډوډي رامنځ ته کړي. په خبره يې »د دوی اصلي جوړښت مات دی او دوی اوس پر وړو ډلو وېشل شوي چې بريدونه تر سره کوي.«

طابانو په تکرار سره ويلي دي چې پرې به نه ږدي چې د افغانستان خاوره پر نورو هيوادونو باندې د بريدونو له پاره استعمال شي. خو ځينې غربي شنونکي باور لري چې د طالبانو له خوا د قدرت نيول نور داسې اسلامپاله ډلې لکه داعش او القاعده دې ته هڅولي دي چې افغانستان خپل پټنځای وګرځوي.

د سينګاپور د نانيانګ تخنيکي پوهنتون د امنيتي څېړنو پروفيسور، روهان ګوناراتنا، ويلي دي: »افغانستان ته د طالبانو بيا ستنېدل د اسلامپالو له پاره ستره بريا ده.« د هغه په خبره: »هغوی د طالبانو ستنېدل لمانځلي دي، نو ځکه فکر کوم چې افغانستان يې د هلو ځلو اصلي مرکز دی.«

داسې اټکل کيږي چې داعش د طالبانو او پاکستاني طابانو له ليکو څخه جنګيالي جلبوي، خو د عملياتو د ډول په هکله يې کافي معلومات نه شته. د اکثرو تحليلګرانو او د ملګرو ملتونو په خبره د داعش د خراسان څانګه تقريبا ۲۰۰۰ جنګيالي لري په داسې حال کې چې طالبان د سلو زرو په شاوخوا کې جنګيالي لري. د داعش ليکې له هغه وروسته پياوړې شوې چې طالبانو زندانونه مات او اسيران يې خوشي کړل.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د جون مياشتې د يوه رپوټ په حواله په سوريه کې د داعش له مرکزي څانګې سره مالي او اکمالاتي ارتباطات قطع شوي دي. خو په رپوټ کې دا هم راغلي دي چې په طالبانو کې د اختلافاتو لومړنۍ نخښې ليدل کيږي چې ښايي ځينې جنګيالي دې ته وهڅوي چې له داعش سره يو ځای شي. طالبان په دې ترڅ کې هڅه کوي چې د پاڅون کوونکو ياغيانو پر ځای د يوې سوليزې ادارې بڼه خپله کړي.
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب