1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزممنځنی ختیځ

عراق: په ترهګريز برید کې يو شمير کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۳۹۹ آبان ۱۹, دوشنبه

د عراق حکومت درې کاله پخوا د داعش د ترهگرې ډلې پر ضد د «بري» اعلان کړې وو، خو دغه جهادي ډله لا په پټه دومره ځواک لري، چې کولې شي سخت بريدونه تر سره کړې.

Amerikanische Soldaten Baghdad
انځور: Maj. Charlie Dietz/Planetpix/ZumaPress/picture-alliance

د پلازميني بغداد په ختيځ کې یو ترهګر برید شوې چې احتمالا د داعش ډلې له خوا ترسره شوې. د امنيتي ځواکونو او ژغورونکي عملې د خبر په حواله پلازميني بغداد ته نږدي د داعش جنګياليو د پوځ د څار پر يوه پوسته برید کړې. په دغه برید کې د امنيتي ځواک پنځه غړي وژل شوې دی. همدا راز تر بريد وروسته مرستې ته رارسيدلي شپږ کسان هم وژل شوي دي.

زياته شوې چې په پېښه کې اته کسان ټپيان شوي هم دي.

دغه قطعه چې د بريد ښکار شوې نيمه پوځي ځواکونه دي چې له حکومتي ځواکونو سره يوځای شوي دي. زياته شوې چې ترهگرو د بغداد د نړيوال هوايي ډگر په شا او خوا کې د دغه ځواکونو پر موقعيتونو د لاسي بمونو بريدونه هم کړي دي.

داعش په لیرو پرتو سيمو کې ډېر قوي دی

شپږ کاله تر مخه داعش د عراق کابو يو په دريمه برخه خاوره نيولې وه خو د امريکا په مشرتوب پوځي ائتلاف دغه ډله په بشپړه توگه په شا وتنبوله. په ۲۰۱۷م کال کې د عراق حکومت د دغه ډلې پر ضد «بری» اعلان کړ.

په دې منځ کې نړيوال پوځي ائتلاف هم خپل حضور په عراق کې ډېر کم کړی دی.

خو داعش اوس هم په عراق کې پټې هستې لري او بريدونه ترسره کوي. په ځانگړي توگه دغه ډله په لیرې پرتو سيمو کې قوي ده چېرته چې د دولتي امنيتي ځواکونو شمير کم دی.

خو دا ډول ستر بريدونه چې ډیر قربانيان ولري، اوس کم شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب