1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: «د وي پي ان د کارولو په تړاو فتوی تنګ نظري ده»

۱۴۰۳ آبان ۲۸, دوشنبه

د پاکستان اسلامي نظرياتي شورا له لوري د وي پي ان د کارولو «غير شرعي» ګرځول کيدو په اړه د نيوکو لړۍ دوام لري. ځينو عالمان په دې اړه حيرانتيا څرګنده کړې ده.

د وي پي ان شبکې سمبول انځور
د اسلامي نظریاتي کونس له خوا پر وي پي ان بندیز ولگیدانځور: Rafael Henrique/ZUMAPRESS/picture alliance

په پاکستان کې د حکومت له خوا د سانسور له امله په انترنت کې د مجازي خصوصي شبکو کارول په پراخه کچه روان دي. دادی اوس یوه مهم اسلامي بڼسټ په دې هکله څرگندونې کړي دي.

د پاکستان د «اسلامي ایډیالوژۍ شورا» (CII) په انترنت کی د مجازي خصوصي شبکو کارول محکوم کړل. دې بڼسټ لنډ وخت مخکې په دې هکله خپل دلیل دا ډول بیان کړ: «د په اصطلاح  VPN خدماتي شبکې  په مرسته کیدای سي «غیر اخلاقي»رمحتوا لکه پورنوگرافي او اسلامي مقدساتو ته له سپکاوي ډکو موادو ته لاس رسی پیدا سی.»

د «اسلامي نظرياتي کونسل» يا د اسلامی ايډيالوژۍ شورا د اساسي قانون یو مهم ارگان دی چې د مذهبي مسائلو په هکله حکومت او پارلمان ته کلیدي مشورې ورکوي.

د پاکستان  مشهور اسلامي عالم مولانا طارق جمیل، د اسلامي نظرياتي کونسل د مجازي شخصي شبکې (وي پي ان) د غير اسلامي (حرام) ګرځولو په اړه پر دې تازه فتوی حیرانتيا څرګنده کړې ده. نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې وویل چې که چېرې وي پي ان غير اسلامي ګرځول کيږي نو بيا دې ځيرک تليفون هم «حرام» تصور کړل شي ځکه چې دا هم په پراخه کچه د هغو موادو ته د لاس رسي له پاره کارول کيږي چې پر بنسټ یې د وي پي ان پر وړاندې فتوی جاري کړل شوې ده.

مولانا طارق جمیل، وايي چې وي پي ان «حرام» ګرځول يا تصور کول تنګ نظري ده.انځور: picture-alliance/dpa/S. Mazhar

مولانا طارق جمیل، وايي چې د هغه د فتوی جاري کونکي مذهبي شورا په اړه ډېر معلومات نه لري خو دی په دې آند دی چې وي پي ان «حرام» ګرځول يا تصور کول تنګ نظري ده.

په داسې حال کې چې منتقدین د نوموړې شورا دغه ډول څرگندونو ته د یوه بل بندیز په سترگه گوري، د پاکستان ځواکمن پوځ هم ورته نظر لري. یو جنرال په ټولنیزو شبکو کې د بیان د آزادۍ د سخت تنظیم  غوښتونکی سو او د آنلایني پلت فورم  ایکس له خوا د انتقادي پوستونو په هکله یې له «دیجیتالي ترهگرۍ» څخه خبره وکړه.

په پاکستان  کې د ایکس آنلایني شبکه په فبرورۍ کې له پارلماني ټاکنو راهیسي منع اعلان سوې ده. حکومت په هغه وخت کې اعلان وکړ چې دا کار د «ملی امنیت د ساتلو په گټه دی». په عین حال کې خصوصي مجازي شبکې د انترنت  کاروونکو ته اجازه ورکوي چی خپل هؤیت او موقعیت پټ کړي او په دې ډول کیدای سي د بندیزونو او سانسور مخه ونیوله شي.

د «اسلامي ایډیالوژۍ شورا » (CII)   په اوس وخت کې دا کړنه چې په پراخه کچه ترسره کيږي،  له دیني ارزښتونو څخه سرغړونه بولي. د شورا په تازه اعلامیې کې راغلي دي چې دا کار کیدای سي د ناسمو معلوماتو  له لاري، د انارشۍ د پراخیدو سبب سي.

GP/BS/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب