1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش په کابل کې د بريد پړه منلې ده

۱۴۰۱ دی ۲۲, پنجشنبه

د داعش تندلارې ډلې په کابل کې د چهارشنبې ورځې د ځانمرګي بريد د ترسره کولو ادعا کړې ده. که څه هم طالبان په دغه برید کې د ۵ ملکيانو وژل کیدل تائیدوي، خو د مرګ ژوبلې په هکله ضد او نقیض رپوټونه ورکول کیږي.

آرشيف انځور: په کابل کې بريد
آرشيف انځور: په کابل کې بريدانځور: Wakil Kohsar/AFP

د«اعماق» په نامه د داعش خبري آژانس د تليګرام  له لارې ويلي دي چې د داعش يو غړی «تر هغه د مخه چې د کارکوونکو او ساتونکو په منځ کې په ځان پورې تړلو چاوديدونکو توکو ته چاودنه ورکړي» د طالبانو له امنيتي خنډونو په تېریدو بريالی شوی وو.

د چاودنې پر وخت د فرانسې د خبري آژانس يوه ډله د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ودانۍ کې د مرکې په حال کې وه. د یوه شرکت موټر چلوونکي چې دباندې یې انتظار کاوه، ليدلي وو چې يو تن چې د شا بکس او يو ټوپک ورسره وو له هغه ځایه تېر شوی وو. لږ وروسته بيا چاودنه رامنځته شوه. 

کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده

جمشيد کريمي په نوم دغه موټر چلوونکي وويل: «هغه زما د موټر ترڅنګ تېر شو او بيا يو څو ثانیې وروسته يوه ستره چاودنه وشوه.» نوموړي زياته کړه چې د تلفاتو شمير د ۲۰ او ۲۵ ترمنځ دی. کريمي زياته کړه: «ما وليدل چې هغه څرنګه په ځان پورې تړلي توکي وچول.»

په کابل کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند خالد ځدران هم ويلي ول چې په بريد کې پنځه ملکيان وژل شوي او يو شمير نور ټپیان شوي دي.

خو د داعش ډلې د لږ تر لږه ۲۰ کسانو چې په وينا یې پکې يو شمير «ديپلوماتيکې» کاروونکي هم شامل دي، د وژل کيدو ادعا کړې ده.

د ايتالیې يوه غېر دولتي د بيړنيو مرستو سازمان چې په کابل کې د ايمرجنسي روغتون چلوي، ويلي دي چې تر ۴۰ ډېر ټپيان ورته ور وړل شوي دي. دغه سازمان په یوه اعلاميه کې ويلي ول: «د ټپيانو شمير مخ پر زياتيدو دی. موږ په پخلنځای او کانتين کې هم کټونه چمتو کړي دي.»

د فرانسې خبري آژانس له خوا تائيد شوې يوه ويديو کې ليدل کيږي چې د وزارت د ودانۍ مخې ته جسدونه پراته دي او ټپيان د مرستې غوښتنه کوي.

د بريد له کبله د بهرنيو چارو وزارت ودانۍ ته ډېر زيان نه دی رسېدلی خو د څېرمه پرتې د کورنيو چارو وزارت ودانۍ کړکيو ښيښې ماتې شوي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال مهاجر فراهي د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «په پام کې وه چې يو چينايي پلاوی هم بايد د بهرنيو چارو وزارت کې وای خو موږ نه پوهيږو چې آیا د چاودنې پر وخت دغه پلاوی هلته موجود وو او که نه.»

داعش په کابل کي د پاکستان پر سفارت د بريد مسئوليت منلی

خو طالبانو د رئيس الوزراء د دفتر يوه لوړ پوړي چارواکي احمد الله متقي ويلي دي چې د ځانمرګي بريد پر وخت په وزارت کې هیڅ خارجي پلاوی موجود نه وو.

د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټوم ويست هم د تويتر له لارې ويلي: «د لږ تر لږه شلو کسانو د وژل کيدو رپوټونه دي.»

په ټولنیزو رسنیو کې هم ځینې داسې انځورونه او لېستونه چې تائید شوي نه دي خپریږي، چې پکې د پروني برید د وژل شوو کسانو شمیر شا او خوا ۱۷ کسانو ته رسیږي.

داعش ډلې په دې وروستيو کې د يو لړ بریدونو چې بهرنيان او يا هم د هغوی د علاقې وړ هدفونه پکې نخښه شوي دي، د ترسره کولو مسئوليت اخيستی دی، په داسې حال کې چې طالبان د ګاونډيو هېوادونو د پانګوالو د جلبولو هڅه کوي.

تېره میاشت هم د کابل پر یوه هوټل په بريد کې لږ تر لږه ۵ چينايي وګړي ووژل شول. د دې حملې او همدا راز په کابل کې د پاکستان پر سفارت د بريد پړه هم داعش منلې وه. پاکستان دغه بريد د خپل سفير د «قتل د هڅې» په توګه غندلی وو.

په کابل کې بريد؛ د چين پر پانګونې به یې اغېزه څه وي؟

چين د افغانستان له هغو ګټو په شمير ګاونډيانو څخه دی چې تر اوسه د افغانستان له نويو واکمنانو سره ديپلوماتيکي اړیکي پالي. چين که څه هم چې د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پيژندلی خو په افغانستان کې د کان کيندنې په برخه کې پانګونې ته ليوالتيا لري.

داعش همدا راز د هغه بريد پړه هم پر غاړه اخيستې وه چې د روسیې د سفارت دوه تنه کارکوونکي پکې د تېر ميلادي کال په سبتمبر مياشت کې په کابل کې وژل شوي ول.

طالبان د تیر کال په اګست میاشت کې یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول او په ټول هیواد کې د امنیت د ټینګیدو ادعا کوي، خو وخت ناوخته د افغانستان په مختلفو سیمو کې د بریدونو رپوټونه ورکول کیږي چې د ځینو مسوولیت یې د داعش ترهګره ډله پر غاړه اخلي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل