1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش د بدخشان د والي مرستيال د وژلو پړه منلې ده

۱۴۰۲ خرداد ۱۷, چهارشنبه

د داعش ډلې د بدخشان له پاره د طالبانو د مرستیال والي د وژنې مسئوليت منلی دی. دغه طالب چارواکی پرون، سې شنبه په يوه موټر بمب بريد کې ووژل شو.

د بدخشان د طالبانو د والي مرستيال نثار احمد احمدي
د بدخشان د طالبانو د والي مرستيال نثار احمد احمديانځور: Pamir Media

»اسلامي دولت« یا داعش ډلې د تليگرام له لارې د طالبانو د بدخشان د والي مرستيال د وژلو پړه منلې ده. د دغه ډلې د تليگرام په پاڼه کې راغلي دي: «د اسلامي دولت مبارزينو په فيض آباد کې د والي د موټر په څنگ کې په ولاړ کې موټر ځای پر ځای شوی بم چولی دی.»

نثار احمد احمدي چې د بدخشان ولايت سرپرست او د والي مرستيال وو، د سه شنبې په ورځ د فيض آباد ښار اړونده د محکمې په څلور لاري سيمه کې د يوه موټر بم بريد په پايله کې ووژل شو.

اړونده موضوع: آیا په هرات کې وسله واله نښته د طالبانو او داعش ترمنځ وه؟

د ۲۰۲۳م کال په مارچ مياشت کې د طالبانو د بلخ د والي داود مزمل تر وژل کیدو وروسته دا د افغانستان په شمال کې د طالبانو دويم چارواکی دی چې د داعش له لوري وژل کيږي.

طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اگست مياشت کې په دويم ځل واک ته تر رسېدو راهېسې په څو ځلي د داعش د له منځه وړلو ادعاوې کړي دي. خو دا ډله د ځانمرگو بريدونو په ترسره کولو سره په افغانستان کې خپل شتون ثابتوي.

ب.ص/ ن. ز (Reuters) 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل