1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش د کندز د تېرې ورځې د برید مسئوليت منلی

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۳ بهمن ۲۴, چهارشنبه

داعش په کندز کې د سه شنبې ورځې ځانمرګي برید مسئولیت پر غاړه اخيستې دی. دغه ډلې نن، چهار شنبه وويل چې چې په دې بريد کې يې د طالبانو د حکومت کارکوونکي په نخښه کړي دي.

آرشیف - د داعش ډلې یو جنګیالی د دغې ډلې له بیرغ سره
داعش په کندز کې د سه شنبې ورځې ځانمرګي برید مسئولیت پر غاړه اخيستې دی .انځور: CPA Media/picture alliance

په کندز ښار کې د سه شنبې ورځې حمله د یوه بانک مخې ته د مراجعینو په منځ کې وشوه. داعش ډلې تر حملې یوه ورځ وروسته د دغه ځانمرګي برید مسئولیت په منلو ويلي چې په دغه حمله کې یې د طالبانو د حکومت کارکونکي چې د خپلو معاشاتو د ترلاسه کولو له پاره بانک ته ور غلي ول، په نخښه کړي دي.

د داعش تبلیغاتي څانګې د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د فبروري ۱۲) وويل چې د دوی یو «ځانمرګی بریدګر خپل د چاودیدونکو موادو ډک واسکټ ته داسې وخت چاودنه ورکړه چې د طالبانو جنګیالي د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو له پاره د یوه خصوصي بانک مخې ته راټول شوي ول.»

نور ولولئ:  آیا د طالبانو د مشرانو ترمنځ اختلافات لا پسې ژور سوي؟

په کندز کې د طالبانو امنيه قوماندانۍ د سه شنبې په ورځ ويلي و چې په دغه حمله کې ۵ تنه وژل شوي چې ملکی کارمندان هم پکې شامل دي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

په افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان په واک کې دي د تاوتریخوالو او ناامنيو کچه ډېره راټيټه شوې، خو د «اسلامي دولت» يا داعش په نوم د طالبانو مخالفې وسلې والې ډلې د يو شمیر ترسره شويو بريدونو مسئوليت منلی دی.

داعش د ۲۰۲۴م کال په مارچ کې په کندهار ښار کې د یوه بانک مخې ته هم د ورته بمي حملي مسئولیت منلی و.

طالب چارواکو ويلي وو چې د کندهار حمله کې درې کسان وژل شوي، خو روغتيايي سرچینو د تلفاتو ارقام له شلو ډېر ښودلي وو.

نور ولولئ:  سرچینه: د طالبانو د کډوالو وزیر خلیل حقاني په چاودنې کې وژل شوی

د طالبانو حکومت په کراتو ادعا کړې چې داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې او دومره توان نه لري چې امنيتي سرخوږی ایجاد کړي، خو د داعش حملې ښيي چې دغه ډله لا هم فعاله ده. دغه ډله په خپلو حملو کې مذهبي لږکۍ، بهرنیان، ديپلوماتان او طالبان په نخښه کوي.

په دسمبر میاشت کې په کابل کې د طالبانو د مهاجرو د چارو وزير، خلیل الرحمن حقاني، په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو چې د هغه مسئولیت هم داعش منلې و.

نور ولولئ:  داعش په تخار کې د چين د يوه تبعه د وژلو مسئوليت منلی دی

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب