د داعش «بيټلان» ځانونه بې ګناه بولي
۱۳۹۹ مهر ۱۹, شنبهدغه دوه تنه مشکوک ترهګر په داسې يوې ډلې پورې تعلق لري چې له خلکو څخه د سر پرېکولو ويډيوګانې يې خپرولې. خو د «اسلامي دولت» دغو شکمنو غړو چې د يرغمل نيونې په يوې ډلې پورې ښايي اړه ولري، اوس د متحده آيالاتو په يوه محکمه کې ځانونه بې ګناه بللي دي. په هغوی باندې تور لګول شوی دی چې د څلورو امريکايي يرغمل شوو کسانو په قتل کې لاس لري. دغه کسان چې الشفيع الشيخ او الېکساندا کوتېي نوميږي، به له دې وروسته هم په قيد کې پاته شي. خو داسې ښکاري چې د اعدام له جزا څخه به ښايي بچ شي. د سيمه يزې محکمې قاضي، توماس سلبي ايليس، دغه قضيه د جمعې په ورځ «پېچلې او غير عادي» وبلله چې د محاکمې بل پړاو يې د جنورۍ د ۱۵مې له پاره ټاکلی دی. هغه زياته کړه چې دغه محاکمه به «هر څومره ژر» تر سره شي، خو دا چې «وخت ته اړتيا ده… څو عدالت تامين شي.»
تورن کسان له عراق څخه امريکا ته انتقال شول
دغه دوه تورن کسان د سه شنبې په ورځ په رسمي توګه تر تورن کېدو وروسته له عراق څخه متحده آيالاتو ته وړل شوي ول. دوی په دې تورن دي چې د امريکايي ژورناليستانو جيمز فولي او ستيفن سوتلوف او د خيريه کارکوونکو پيتر کاسيګ او کايلا مولر په وژلو کې يې ښايي لاس لرلی وي. هغوی سربېره پر دغو خلکو د دوو بريتانويانو او دوو جاپانيانو په شمول د نورو ډېرو خلکو په وژلو کې په لاس لرلو تورن شوي دي.
wmr/dj/ن ص/ق ن
پر ورته موضوع يو انځوريز البوم: