1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرئیل کولی شي د سعوي له قلمرو څخه استفاده وکړي

۱۳۹۹ آذر ۱۱, سه‌شنبه

سعودي عربستان د اسرائیل هغه هوایي شرکت ته له خپل فضايي قلمرو څخه د تيريدو اجازه ورکړې ده چي متحده عربي اماراتو ته پروازونو لري.

Tel Aviv | Erste Delegation der VAE landet in ISrael
انځور: Jack Guez/AFP/Getty Images

د ترمپ ادارې یوه لوړپوړي چارواکي ویلي دي چې د سپينې ماڼۍ د ستر سلاکار جرد کشنر او سعودي چارواکو ترمنځ د دوشنبې ورځې (د نومبر میاشتې ۳۰ نیټه) تر خبرو اترو وروسته، سعودي عربستان د متحده عربي اماراتو پر لور تلونکو اسرائیلي پروازونو ته له خپل فضايي قلمرو څخه د استفادې کولو اجازه ورکړی ده.

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ زوم جرد کشنر، چې د ترمپ ستر سلاکار هم دی او د منځني ختیځ له پاره د امریکا ځانګړي استازي ایوي برکوویز او برائن هک، د خبرو اترو له پاره سعودي عربستان ته تر رسیدو سمدستي وروسته دا موضوع راپورته کړه. یوه امریکایي افسر ریترز خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ دغه مسئله حل کړې ده.»

د دې موافقتنامې تر لاسلیک کیدو یوازې څو ساعته وروسته، د سه شنبې په سهار د اسرائیلي هوایي شرکت لومړی پرواز دوبی ته رسیدلی دی.

د سعودي عربستان له فضايي قلمرو څخه د استفادې کولو په اړه د کومې موافقې د نشتوالي له امله د اسرائیلي هوايي شرکت دا پرواز د لغوه کیدو له خطر سره مخامخ وو.

په روان میلادي کال کې له متحده عربي اماراتو، سوډان او بحرین سره د دیپلوماتیکو اړیکو ټینګولو موافقتنامو تر لاسلیک کیدو وروسته، د اسرائیل او پورته ذکر شویو عربي هیوادونو ترمنځ مستقیم پروازونه پیلیږي.

دغه امریکایي چارواکي ویلي دي: «د دې موافقې په رڼا کې له اسرائیل څخه متحده عربي اماراتو او بحرین ته د اسرئیلي هوایي شرکت د مسافرو د لیږد را لیږد په برخه کې هر ډول ستونزه حل کیدلی شي.»

جرد کشنر به روانه اونۍ د سعودي له ولیعهد شاهزاده محمد بن سلمان او د کویت له امیر سره ملاقات وکړي.

د منځني ختیځ هیوادونو ته د کشنر د دې دورې یو هدف دا دی چې د خلیجي همکاریو شورا (جي سي سي) غړو هیوادونو ته د قناعت ورکولو هڅه وکړي، څو په قطر کې له تیرو درو کلونو راهیسې لګول شوي بندیزونه ختم کړي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل