ترمپ په خپله ټولنیزه شبکه «سوشل تروت» کې د دې خبر د اعلانولو ترڅنګ لیکلي دي: «دا په دې معنی چې ټول یرغمل شوي به زر خوشې شي او اسرائیل به خپل ځواکونه د یوې قوي، پایداره او تلپاتې سولې پر لور د لومړي ګام په توګه، تر توافق شوو پولو پر شا کړي.»
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دې طرحې د لومړي پړاو په تصویب سره به «ټول یرغمل شوي خپلو کورونو ته ستانه شي.» نوموړي دغه موافقه «یوه دیپلوماتیکه بریا او د اسرائیل له پاره یوه ملي او اخلاقي کامیابي» وبلله.
حماس هم تاییده کړې چې د جګړې پای ته رسولو له پاره له اسرائیل سره موافقې ته رسیدلی دی چې د اسرائیلي ځواکونو پر شاتګ او د یرغمل شوو او بندیانو تبادله په کې شامل دي.
دغې افراطي ډلې په خپله اعلامیه کې ویلي دي: «مونږ ټینګار کوو چې زمونږ د خلکو سرخندنې به بې نتیجې پاتې نه شي او مونږ به خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې شو. هیڅ کله به د خپلو خلکو له ملي حقونو څخه لاس په سر نه شو، تر هغې چې آزادي او خپلواکي مو نه وي ترلاسه کړې.»
د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې د اسرائیل پر خاورې د حماس په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل او غزې ته انتقال کړای شول. له ۴۸ پاتې یرغمل شوو څخه احتمالاً ۲۰ تنه یې لا هم ژوندي وي.
اعلان
د غزې اوسیدونکو ته د اسرائیلي پوځ خبرداری
ترمپ له فاکس نیوز سره په تلیفوني مرکه کې ویلي چې کیدای شي تر دوشنبې ورځې پورې یرغمل شوي کسان خوشې شي. هغه وویل چې دغه موافقه کیدای شي له غزې هاخوا هم وغځیږي او ایران هم په کې شامل شي. د امریکا ولسمشر زیاته کړه: «باوري یم چې ایران به هم د سولې بهیر یوه برخه وي.»
د اسرائیل پوځ په یوه اعلامیه کې چې له موافقې وروسته خپره شوې ده د غزې اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی دی چې یو شمیر سیمې اوس هم خطرناکې ګڼل کیږي او دغو ساحلو ته له بیرته ستنیدو څخه دې ډډه وکړي. د غزې ښار اوس هم د اسرائیلي ځواکونو په محاصره کې دی.
د سولې طرحې پر لومړي پړاو تر موافقې وروسته په غزې او اسرائیل کې د خوښیو یوه څپه خپره شوې ده. اسرائیلیان په تل ابیب کې د «یرغمل شوو په میدان» او فلسطینیانو د خان یونس او غزې ښار په سړکونو کې خپله خوښي لمانځله.
په غزه کي تونلونه حيرانوونکي دي
په غزه کي نوې جگړه د درو تنو اسرائيلي او يوه فلسطيني ځوان په وژنه پيل سوه. اسرائيلو اعلان کړی دی چي په غزه کي مځکني عمليات يې د حماس ډلي د تونلونو د له منځه وړلو له پاره پيل کړي دي.
انځور: picture-alliance/dpa
په غزه کي نوې جگړه د درو تنو اسرائيلي او يوه فلسطيني ځوان په وژنه پيل سوه. اسرائيلو اعلان کړی دی چي په غزه کي مځکني عمليات يې د حماس ډلي د تونلونو د له منځه وړلو له پاره پيل کړي دي. په غزه کي کشف سوو تونلونو امنيتي کارپوهان حيران کړي دي.
انځور: picture-alliance/dpa
په غزه کي د فلسطينيانو له نظره دغه تونلونه د دوی له پاره د يوه شاهرگ په توگه حياتي دي. خو اسرائيليان بيا دغه تونلونه د وسلو د قاچاق لاره بولي. په غزه کي د تونلونو دقيق شمېر معلوم نه دی، خو هغه څه چي معلوم دي هغه دا دي چي د غزه د اړتيا ډيره برخه د دغو تونلونو له لاري پوره کيږي.
انځور: Getty Images
په غزه کي نزدې يو ميليون وو ۸۰۰ زره فلسطينيان ژوند کوي، چي د اسرائيلو له خوا د پوځي ديوالونو، اغزنو سيمانو او کانگريټي ديوالونو په مرسته کلابند سوي دي. د فلسطينيانو د وتلو يوازنۍ لار د مصر په سرحد کي د رفح لاره وه چي دغه لار هم په ۲۰۰۷ کال د حماس له خوا د غزې تر نيولو وروسته بنده سوه.
انځور: picture-alliance/dpa
د رفح سرحد تر بندېدو وروسته له دباندي سره د غزې اوسېدونکو له پاره د ارتباط يوازنۍ لار دغه تونلونه دي، د دغو تونلونو په جوړولو کي ډيرو کارگرانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
انځور: Getty Images
د دغو تونلونو خولې په مخفي ځايونو او کورونو کي راخلاصي دي. هغه څوک چي غواړي له دغو تونلونو څخه گټه واخلي بايد پيسې ورکړي.
انځور: Getty Images
په غزې تراډه کي تر اوسه پوري څو واري جنگونه سوي دي. په غزه کي ورانی د دې سبب سوی دي چي د دغو تلونو له لاري نه يوازي د ورځنيو اړتياوو مواد، بلکي ساختماني مواد هم ولېږدول سي.
انځور: DW/T. Krämer
په غزه کي تونلونه له نزدې ۳۰ کلونو راهيسي فعال دي. په ۱۹۸۲ کال کي د مصر او اسرائيلو ترمنځ تر سولي وروسته د رفح ښار ووېشل سو. اوس رفح نيمي يې په مصر او نيم يې په غزه کي ده. له هغه وخته ارتباطی تونلونه فعال دي.
انځور: Getty Images
د غزې په تونلونو کي د وخت په تيرېدو سره د برق او تليفون امکانات ډېر سوي دي. دغه تونلونه نه يوازي د موادو د قاچاق له پاره کارول کيږي بلکي د اسرائيلو د عملياتو پر وخت د پټېدو ځايونه هم دي.
انځور: Getty Images
يوازي اسرائيل د تونلونو د ويجاړولو په تلاښ کي نه دی. مصر هم په خپله خوا کي له کلونو راهيسي د دغو تونلونو د نابودۍ تلاښونه کوي. د مصر له خوا د تونلونو ورانول حتی د مرسي په وخت کي چي له حماس سره نژدې اړيکي لري هم روان ول.
انځور: DW/S.Al Farra
د رفح د تونلونو ترڅنگ چي د قاچاق له پاره کارول کيږي، حماس د «عملياتو» نغمونه هم کښلي دي. دغه نغمونه د اسرائيلو خاوري ته ور وتلي دي او له هغو څخه د پوځي عملياتو پر مهال کار اخلي. په ۲۰۰۴ کال کي حماس ډلي دغه انځور له دغو چاودېدونکو موادو سره خپور کړ چي په يوه نغم کي وچاودل، په دغه چاودنه کي د اسرائيلو ۵ عسکر ووژل سول او لس نور سخت ټپيان سول.
انځور: Getty Images
نوو کشف سوو تونلونو وښوول چي ډېر په پرمختلي سيستم سره جوړ سوي دي. په دغه انځور کي په يوه کشف سوي تونل کي د اسرائيلو د دفاع وزير موشه جعلون، ښکاري.
انځور: picture-alliance/dpa
په دې وروستيو ورځو کي پر اسرائيلو باندي له دغو تونلونو څخه شپږ حملې ترسره سوي دي. په دغو يرغلونو کي د اسرائيلو ۱۱ عسکر او د حماس ۲۰ تنه جنگياليان وژل سوي دي.
انځور: picture alliance/landov
د اسرائيلو پوځ تر سه شنبې ورځي پوري ۴۵ تونلونه کشف کړي دي. له سپوږمکۍ څخه اخستل سوي انځورنه د تقريباً ۶۰ تونلونو اټکل کوي. دغه تونلونه نزدې پنځلس متره ژور کېندل سوي دي. د عملياتو په موخه جوړ سوي تونلونه د هواکښۍ سيستم هم لري او په ځينو تونلونو کي تر ۷۰ دالانونو او فرعي تونلونو پوري کشف سوي دي.
انځور: JACK GUEZ/AFP/Getty Images
د اسرائيلو پوځ په دغو تونلونو کي د اسرائيلي پوځ يونيفورم، د بې هوښۍ درمل، تناونه او پلسترونه موندلي دي. داسي ښکاري چي د حماس جنگيالي تر عملياتو وروسته دلته د څو ورځو له پاره پټه پاتېدل.
انځور: DAVID BUIMOVITCH/AFP/Getty Images
هغه څه چي د اسرائيلو پوځ يې حيران کړی دی، دا دی چي دوی تر اوسه پوري له دغه شان تونلونو څخه بې خبره ول.
انځور: JACK GUEZ/AFP/Getty Images
د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو ويلي دي چي په غزه کي به تر هغه وخته پوري پوځي عمليات روان وي، څو ټول تونلونه تخريب سوي نه وي. خو کار پوهان په دې اند دي چي د عملياتو تر ختمېدو وروسته به د دغه شان تونلونو په کېندلو بيا پيل وسي.