1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائيل لومړي وزير د کرونا واکسین وکړ

۱۳۹۹ آذر ۳۰, یکشنبه

په اسرائيل کې د واکسيناسيون عمومي کمپاين پيل شو. د دغه هيواد لومړی وزير، بنيامين نتنياهو، لومړنی کس وو چې د خلکو د تشويق لپاره يې د رسنيو په مخ کې واکسين وکړ. د اسرائيل يو شمير اوسيدونکي پر دغه واکسين بې باوره دي.

Israel Benjamin Netanjahu wird gegen COVID-19 geimpft
انځور: Amir Cohen/REUTERS

د اسرائيلو ۷۱ کلن صدراعظم، د شنبې ورځې په مازديګر، د تل ابيب ښار په يوه روغتون کې د تلويزيوني کمرو په مخ کې پر ځان د کرونا واکسين تطبیق کړ. دوهم کس د اسرائيل د روغتيا وزير، يولي ادلستاین وو. له دې سره په دغه هیواد کې د کرونا واکسيناسيون په لاره واچول شو.

د نتنياهو او د روغتيا وزير د اسرائيل خلکو ته وويل چې د کرونا پر واکسين او د هغه پر موثريت باندې باور وکړي. د اسرائيل ولسمشر، ريون ريولین، د واکسين کولو له پاره د يکشنبې ورځ ټاکلې وه. د اسرائيل حکومت وويل چې په دغه کمپاين کې روغتيايي کدرونه او هغه ډلې چې د خطر په معرض کې قرار لري په اولويت کې دي.

د اسرائيل لومړي وزير، د واکسين لګولو وروسته خلکو ته بلنه ورکړه چې د ده په څیر د کرونا واکسين وکړي او په دې کار سره ېوه زرغون رنګې تصديق پاڼه ترلاسه کړي. نتنیاهو وويل هغه افراد چې دغه تصديق پاڼه ولري، نور اړتیا نه لري چې په قرنطين کې پاتې او يا له خلکو څخه لرې واوسئ. داسې افراد همدا ډول کولی شي رستورانټونو او مارکيټونو ته ولاړ شي. زیاته شوې چې دغه تصديق پاڼه د واکسين له دوهمې دورې څخه دوه اوونۍ وروسته ورکول کیږي.

خو د اسرائيل ډيری اوسيدونکي له هغې ډلې څخه ارتدوکس يهوديان، د کرونا واکسين پر موثریت باندې شک کوي. بل لوري ته په اسرائیل کې په ترسره شویو نظر سنجيو کې بيا دوه پر دريمه برخه خلکو له دغه واکسين سره موافقت ښودلی دی.

په اسرائيل کې اوس د فايزر-بیونتک، شرکت ساخت واکسین تطبیق کيږي، خو تل ابيب د مدرنا او سترازنکا واکسينونو فرمايش هم ورکړی دی. په اسرائيل کې تر اوسه ۳۷۰۰ کسان د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

دویچه وله ف/م.ک.ص./ا.خ.ح.   

دلته زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم چې د کرونا واکسين له جوړيدو څخه د مخه جوړ شوی وو کتلی شئ.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب