1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دينآسیا

اسرئيل: په مذهبي غونډه کې تر ۴۰ زیات کسان وژل شوي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۰, جمعه

د اسرئيل په شمال ختیځ کې د مذهبي مراسمو پر وخت د ګڼې ګوڼې له کبله په لسونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ژغورونکې عملې دا پېښه يو ناورين بللی دی.

Israel Berg Meron Lag B'Omer Fest Massenpanik
انځور: Magen David Adom/dpa/picture alliance

د اسرائيل په مرون غره سيمه کې د لاک بعومر په نوم د يهودانو په مذهبي مراسمو کې د ګډون په موخه په زرونو کسانو راټول شوي ول.

په دې ترڅ کې په ناڅاپي توګه د بیروبار رامنځته کيدو له وجې تر۴۰ زيات کسان وژل شوي دي. ژغورونکې عمله او روغتونونه بيا لږ تر لږه د ۴۴ کسانو د مړينې خبره کوي.

په پېښه کې تر ۱۰۰ زيات کسان ټپيان شوي هم دي چې د ډېرو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

«داسې څه مو هیڅکله نه وو ليدلي»

د «ماګن ديود ادوم» مرستندويه ټولنې د نه «باور ناورين» څخه خبره کړې ده. د «زاکه» ژغورونکو خدمات يوه وياند وويل: «زه له شلو زيات کلونو راهيسې په دې برخه کې کار کوم ما تر اوسه داسې څه نه وو ليدلي.»

د اسرائيل ولسمشر ريوين ريوولن وويل چې هغه د میرون سيمه څخه راتلونکي رپوټونه تعقيبوي او د ټپیانو د روغتيا له پاره دوعاوي کوي. لومړي وزير بنيامن نتنیاهو هم سخته خواشيني څرګنده کړې ده.

د جشن په ځای کې تر حادثې وروسته د خلکو غم او خفګانانځور: David Cohen/REUTERS

د يهودانو په دې سپېڅلي ځای کې په تېره بيا ارتوډوکس اسرائيليان د لاک بعومر په نوم ميلې له پاره راټول شوي ول. په ټولنیزو رسنيو کې په خپرو شويو ويديوګانې کې ليدل کيږي چې څرنګه د حادثې تر مخه خلک سندرې وايي او نڅا کوي.

په اسرائیلو کې ۱۹۰۰ کلن زوړ مقدس کتاب موندل شوی

پوليسو ویلي دي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ځينو خلکو د ګډونوالو له جلا کولو له پاره د درول شويو کټارو ترمنځ وښوېدل او بيا د دواړو غاړو اوسپنیز دېوال هم يو په بل پسې را وغورځيدل. تر دې وروسته يو له بل سره جوخت ولاړ کسان پر ځمکه لوېدل او يو بل یې تر پښو لاندې کول.

عيني شاهدانو پر پوليسو تور لګولی دی چې خلکو ته یې اجازه ورکړې ده چې د دېوال ساحې ته ننوځي که څه هم چې دغه ځای لا دمخه ډېر ډک وو.

د حادثې تر مخه خلک څنګ په څنګ ولاړ ديانځور: Jalaa Marey/AFP/Getty Images

انتقاد کوونکي وايي چې د ګڼه ګوڼې تر جوړيدو وروسته بيا په سم کې دروازې نه دي پرانيستل شوي. په ټولیزه توګه د مراسمو په سيمه کې ۵۰۰ امنيتي ځواکونه موجود ول.

د رسنيو په حواله که څه هم چې چارواکو په دغه مراسمو کې د ګډونوالو شمير لسو زرو ته محدود کړی وو خو له ټول هيواد څخه تر يو لک ډېر کسان ميرون سيمې ته تللي ول.

د رومیانو پر وړاندې د پاڅون ياد غونډه

د لاک بعومر په نوم دې مېله کې پر نورو سربیره د يهودانو له خوا د روميانو پر ضد د پاڅون لمانځنه کيږي. د ربي شيمون باريوکای قبر چې په دې پاڅون کې یې برخه اخیسته وه، هم دلته دی. د هغه قبر اوس يهودانو له پاره په زيارت اوښتې او تر ټولو سپیڅلی ځای بلل کیږي.

ب. ص/ ن. ز (dpa, afp)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل