1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائیل دفاع وزیر د ایران پر اټومي تاسیساتو برید مطرح کړی

۱۴۰۳ آبان ۲۲, سه‌شنبه

د اسرائیل د دفاع وزیر یسرائیل کاتس، د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید موضوع مطرح کړې. اکسیوس د اسرائیل له ستراتیژیک وزیر سره د ټرمپ د لیدنې خبر ورکړی دی او د امریکا پوځ په سوريه کې د ایران پورې پر تړلو ځواکونو برید کړی.

د اسرائیل نوي دفاع وزیر یسرائیل کاتس
کاتس ټینګار وکړ چې اسرائیل اوس دا فرصت لري چې «تر ټولو مهم هدف، یعنې د اسرائیل هیواد پر وړاندې د ګواښ لمنځه وړلو ته» لاس رسی پيدا کړي.انځور: Attila Kisbenedek/AFP

د اسرائیل نوي دفاع وزیر یسرائیل کاتس د دوشنبې په ماښام (د نومبر ۱۲ نیټه) په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل: «ایران خپلو اټومي تاسیساتو ته یې د اوښتونکي زیان له کبله د بل هر وخت په پرتله ډیر له خطر سره مخامخ دی»

کاتس ټینګار وکړ چې اسرائیل اوس دا فرصت لري چې «تر ټولو مهم هدف، یعنې د اسرائیل هیواد پر وړاندې د ګواښ لمنځه وړلو ته» لاس رسی پيدا کړي.

اسرائیل له کلونو راهیسې ایران اټومی وسلو ته د لاس رسي پیدا کولو پر هڅو تورنوي، په داسې حال کې چې ایران په وار وار دغه تورونه رد کړي دي.

دونالد ترمپ د خپل جمهوري ریاست په لومړۍ دوره کې د ۲۰۱۵م کال له ایران سره د لوېدیځو هیوادونو له اتومي تړون څخه وتلی و. د ایران له خوا د اټوم بم جوړولو هڅې پر اسرائیل سربیره، ګاونډي هیوادونه او لوېدیځ هم اندېښمن کړی دی.

مخکې تر دې څو اسرائیلي چارواکو د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید موضوع مطرح کړې وه، خو د امریکا د ولسمشر جو بایډن د مخالفت له کبله دغه موضوع یوې څنډې ته پريښول شوې وه.

خو د ترمپ واک ته له رسیدو سره کیدای شي دغه وضعیت تغیر وکړي. مخکې تر دې دونالد ترمپ په شمالي کارولینا ایالت کې د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیل د احتمالي برید په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن پر منفي نظر په انتقاد کولو سره ویلي و«دا هم هغه شی دی چې باید په نښه شي.»

له ترمپ سره د اسرائیل د ستراتیژیک وزیر لیدنه

د اسرائیل ستراتیژیک وزیر ران درمر، د امریکا له منتخب ولسمشر دونالد ترمپ سره په فلوریډا ایالت کې د هغه په کور کې لیدلي دي. د «اکسیوس» خبري پورتال د اسرائیلي او امریکایي دوو سرچینو په حواله رپوټ ورکړی دی چې ران درمر ترمپ ته د غزې تړانګې، لبنان او ایران په هکله د اسرائیل د راتلونکو دوو میاشتو، یعنې د ترمپ د کاري دورې تر پیلیدو پورې د پروګرامونو معلومات ورکړي دي.

اکسیوس نور جزئیات نه دي ورکړي، خو لیکلي يې دي چې درمر، د ترمپ له زوم جرد کوشنر، سره هم خبرې کړي دي.

د لیکود ګوند سیاستوال ران درمر د اسرائیل په دولت کې بنیامین نتانیاهو ته یو تر ټولو نږدې او باوری کس دی. نوموړي د امریکا د ولسمشر په توګه د ترمپ له ټاکل کیدو مخکې د «بلډ» المانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیل احتمالي برید نه و رد کړی.

امریکا په سوریه کې د ایران پورې تړولو ځواکونو پر ۹ اهدافو برید کړی

د امریکایي ځواکونو د مرکزي قوماندې دفتر(سنتکام) د دوشنبې په ماښام د یوې اعلامیې په ترڅ کې په سوریې کې په ایران پورې تړلو ځواکونو پر نهو اهدافو د برید خبر ورکړی دی. سنتکام د خپلو عملیاتو د دلیل په هکله ویلي دي چې دغه برید یې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو ځواکونو له خوا په سیمه کې د امریکا پر ګټو د بریدونو په غبرګون کې کړی دی. 

سنتکام ټينګار کړی دی چې د دغو عملیاتو ترسره کیدل به په سیمه کې د امریکایي او ائتلافي ځواکونو پر وړاندې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو ځواکونو د بریدو د پلانولو او په راتلونکي کې د برید کولو توان کمزوری کړي.

په سوریې کې د بشري حقونو د څار دفتر چې مقر یې په لندن کې دی، د خپلې ورځپاڼې په رپوټ کې ویلي دي چې دغه بریدونه د سوریې په ختیځ دیرالزور کې ترسره شوي دي چې په پایله کې یې د ایران پورې تړلو ځواکونو ۴ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

آیا له اسرائیل سره د ممکنه جګړې په صورت کې به روسیه د ایران ملاتړ وکړي؟

02:35

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل