امریکا: پر اسرائیلي ټانکر برید ته به «مناسب ځواب» ورکړو
۱۴۰۰ مرداد ۱۱, دوشنبهد آلمان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د امریکا د بهرنیو چارو وزير انتوني بلینکن د یکشنبې په ورځ وویل چې متحده ایالات اوس له خپلو متحدینو سره دغه برید ته د «مناسب ځواب» ورکولو پر پریکړې خبرې اترې او نظرونه تبادله کوي.
بلینکن ټینګار وکړ چې امریکا د شواهدو تر برسۍ وروسته دې نتیجې ته رسیدلې ده چې ایران د جولای په ۲۹ نیټه د بی پیلوټه الوتکې په وسیله دغه برید ترسره کړی دی. په دغه برید کې یو تن بریتانوی او یو رومانوی وګړی وژل شوي ول.
بلینکن ټینګار کړی دی چې د دې حملې له پاره هیڅ توجیه شتون نه لري. هغه وویل چې د ایران اقدامات نړیوال تجارت، د کښتۍ چلونې آزادي او د کښتيو د پرسونل ژوند په خطر کې اچوي.
مخکې تر دې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دومینیک راب، او د هغه اسرائیلي سیال ویائیر لاپيد هم ایران د دې برید مسئول ګڼلی وو.
یائیر لاپید د شنبې په ورځ له انتوني بلینکن سره لیدلي وو او په دې اړه یې خبرې کړې وې. بلینکن د دې لیدنې کتنې پر مهال له اسرائیلو سره ژمنه کړې وه چې حقایقو ته د رسیدو له پاره د څیړنو په برخه کې به له اسرائیل سره مرسته وکړي.
آژانسونه: ش.ن/ ب.ص