1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل پر لبنان باندې تازه هوايي بريدونه کړي

۱۴۰۳ مهر ۲, دوشنبه

اسرائيل خلکو ته له هغو ځايونو څخه د لېرې پاتېدو خبرداری ورکړی دی چې حزب الله یې کاروي او پر لبنان یې تازه هوايي بريدونه کړي دي. حزب الله له اسرائيل سره په شخړه کې د «نوي پړاو» په اړه خبرداری ورکړی دی.

د منځني ختيځ کړکيچ؛ په لبنان کې د اسرائيل هوايي بريدونه
د اسرائيل د پوځ وياند دانيل هګاري، وويل چې حزب الله ډله د لبنان په ټوله جنوبي برخه کې د وسلو راټولو په حال کې ده چې کروز میزايل هم پکې شامل دي. انځور: Hussein Malla/AP Photo/picture alliance/dpa

د اسرائيل د پوځ وياند ويلي دي چې اسرائيل پوهیدلی دی چې د ايران له ملاتړه برخمنې د حزب الله لبناني مليشې، د نورو بريدونو کولو چمتوالی نيسي او دا چې له دغي ډلې سره په تړاو لرونکو ځينو ساحو یې هوايي بريدونه کړي دي.

د اسرائيل د پوځ وياند دانيل هګاري، وويل چې حزب الله ډله د لبنان په ټوله جنوبي برخه کې د وسلو راټولو په حال کې ده چې کروز میزايل هم پکې شامل دي. 

نوموړي د سيمې پر اوسېدونکو غږ کړی دی چې دغو ساحو ته دې له ورتګ څخه ډډه وکړي او زياته کړې یې ده چې دغه ډله «تاسې او ستاسې کورنۍ په خطر کې اچولي دي.»

هګاري، وويل چې ياد خبرداری د اسرائيل د پولې په شمال کې تر ۸۰ کيلومترو پورې ساحه کې پرتو يو شمير کليو ته متوجې دی.

کله چې له هګاري، څخه په لبنان کې د اسرائيل د ځمکنيو عملياتو په اړه پوښتنه وشوه، نو نوموړي وويل: «موږ به هر هغه څه وکړ چې اړتيا وي» څو د اسرائيل په شمال کې تخليه شوي کسان بيرته خپلو کورونو ته راستانه کړای شو.

د لبنان دولتي خبري آژانس ويلي دي چې «د دښمن جنګي الوتکو د دوشنبې په ورځ په نيم ساعت کې تر ۸۰ ډېر هوایي بريدونه کړي» او د لبنان جنوب یې په نخښه کړی دی.

زياته شوې ده چې د لوېدیځ د «بقاع» درې په ساحه کې هم شديدې حملې شوي.

ګالنت: د تازه بريدونو په اړه مو له امريکا سره خبرې کړي

د اسرائيل د دفاع وزير ياو ګالنت، ويلي دي چې په لبنان کې مو د حزب الله پر هدفونو د دوشنبې د ورځې د بريدونو په اړه د امريکا متحده ایالاتو د دفاع وزير لوېد آستين، ته خبر ورکړی وو.

ګالنت، د ايکس شبکې له لارې وويل: «د دفاع وزير ته مې د حزب الله له لوري د ګواښ په تړاو وضعيت تشريح کړ او هغه ته مې د اسرائيل د دفاعي ځواک د هغو عملياتو په اړه معلومات ورکړل چې پر مټ به یې د ملکي اسرائيليانو پر وړاندې د حزب الله د بريدونو د ترسره کولو وړتيا کمروزې کړل شي.»

نوموړي وويل: «موږ د سيمې پر وضعيت او د ایران او متحدينو له خوا یې پر متوجې ګواښونو هم بحث وکړ.»

د یکشنبې په ورځ څه پېښ شوي ول؟

حزب الله او اسرائيل د يکشنبې په ورځ پر يو بل بريدونو وکړل. د ایران له ملاتړه برخمنو ملېشو د يکشنبې په سهار د اسرائيل پر شمال تر ۱۰۰ ډېر راکټونه فېر کړل. اسرائيل هم همدا راز پر لبنان په سونو بريدونه وکړل.

د حزب الله ځيني راکټونه پر بندري ښار حيفا باندې لګيدلي دي چې د لبنان له پولې ۴۰ کیلومتره لېرې پروت دی.

د لبنان دا بريدونو تر هغه وروسته وشول چې دغه هېواد د جمعې په ورځ د بيروت په شا اخوا کې د اسرائيل په يوه بريد کې د دريو ماشومانو په ګډون تر ۳۵ ډېرو کسانو د وژل کیدو خبر ورکړی وو.

اسرائيل دا بريد تائيد کړی وو او ویلي یې ول چې د حزب الله يو لوړپوړی قوماندان او نور غړي په وژل شويو کسانو کې شامل دي.

د حزب الله مرستيال مشر نعيم قاسم، د يکشنبې په ورځ وويل چې دا شخړه «يوه نوي پړاو» ته د داخليدو په حال کې ده. 

نوموړي وويل: «موږ به اوس په دې اړه پريکړه کوو چې دغه تيري ته څرنګه ځواب ووايو او موږ د اسرائيل له پوځ سره يوه نوي پړاو ته چې «د پرانيستي حساب جګړه» نوميږي، داخل شوي يو.»

مخ پر پراخيدونکي زورزياتي د اسرائيل او لبنان په سرحدي سيمه کې په زرونو کسان بې کوره کړي دي او د منځني ختیځ د يوې پراخې جګړې اندېښنه یې راپارولې ده.

د آلمان د حکومت وياند شتيفان هيبه شترايت، د شنبې په ورځ په برلين کې وويل چې د اسرائيل او حزب الله ترمنځ شخړه بايد په داسې اور بدله نه شي چې ټوله سيمه اغیزمنه کړي.

نوموړي وويل: «دا به د ټولې سيمې د خلکو له پاره ناوړه او د اوږدې مودې پايلې ولري. د دې ډول يوې جګړې ويجاړۍ به له يوه ناورين څخه کمې نه وي.»

ب. ص/ ن. ز (AP, Reuters, AFP, dpa)

په منځني ختيځ کي د سرحدونو پټه نقشه

01:58

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب