د اسرائیل پوځ ویلي دي چې د سه شنبې په ماښام یې د سوریې د وسلو لمنځه وړلو په خاطر مختلف اهداف په نښه کړي دي. بل لور ته د سوریې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې اسرائیل د سیمې د بې ثباته کولو هڅه کوي.
د اسد د حکومت له ړنګیدو سمدستي وروسته اسرائيل د سوریې د پوځي تاسیساتو د ویجاړولو له پاره د هوایي بریدونو لړۍ پیل کړې وه. انځور: Hummam Sheikh Ali/Xinhua/IMAGO
اعلان
د اسرائیل پوځ وایي چې د سوریې له خوا د اسرائیل پر خلاف توغندي توغول شوي وو، چې په ځواب کې یې دوی د سه شنبې (د می میاشتې ۳ نیټه) په ماښام د مختلفو اهدافو په نښه کول پیل کړل. د اسرائیل د دفاع وزیر کاتڅ وویل چې هغه د دې بریدونو پړه په مستقیم ډول د سوریې پر رهبرۍ ور اچوي.
بل لور ته د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د توغندیو توغولو په اړه د اسرائیل د ادعا په ردولو سره ویلي دي چې هیواد یې «په سیمه کې هیڅکله د چا له پاره خطر نه و او نه به کله وي.»
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د اسرائیل دغو تازه بریدونو مالي او ځاني تاوانونه اړولي دي او زیاته کړې یې ده چې اسرائیل «د سیمې د بې ثباته کولو کوښښ کوي.»
زیاته شوې ده «سوریه هیڅکله هم په سیمه کې د چا له پاره خطر نه و او نه به هم کله وي.» تر اوسه پورې دا روښانه نه ده چې د اسرائیل په بریدونو کې په کوم شمیر کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اسرائیل څه وایي؟
بل لور ته اسرائیل ادعا کړې ده چې د سوریې له خوا توغول شوي دوه توغندي د هیواد په پراخو سیمو کې لګیدلي، چې هیچاته یې زیان نه دی اړولی او دغه بریدونه د همدې په غبرګون کې شوي دي.
انځورونه: د اسد په زندانونو کي څه تیریدل؟
د اسد حکومت په سقوط سره په زرونو کسان د سوریې له زندانونو آزاد سول. په ټولنیزو شبکو کي يې زړه بوږنوونکي انځورونه خپاره سوي دي. د داخلي جگړو پروخت څومره انسانان زندانونو ته اچول سوي؟ قربانیان څه ډول شکنجه کیدل؟
انځور: Asaad al-Asaad/newscon/picture alliance
په دمشق کي صيدنايا زندان
د څارنې د کمرو د انځورونو له مخې، چارواکو له پخوانیو سرتیرو او د زندان له ساتونکو څخه غوښتې چی تر مځکې لاندي دروازو د قلفونو د خلاصولو کوډ، مخالفو ځواکونو ته ورکړي او وايي چی په زرونو بندیان لا په دغو تورو کوټو کي بند پاته دي.
انځور: Asaad al-Asaad/newscon/picture alliance
د صيدنايا زندان يوه بله برخه
د بشار الاسد له راپرځیدو وروسته ډېر کسان صیدنایا زندان ته ورغلل، تر څو په خپلو خپلوانو پسې وگرځي چی ځینی یې له کلونو راهیسي هلته بندیان ول.
انځور: Asaad al-Asaad/newscon/picture alliance
صيدنايا پوځي زندان
په سوریې کی څه د پاسه ۱۰۰ توقیف خانې او نامعلوم شمیر پټ مرکزونه موجود دي. له هغوی څخه یې تدمر او صیدنایا تر ټولو نوم بدي زندانونه ول.
انځور: Izettin Kasim/Anadolu/picture alliance
د صيدنايا زندان پانسۍ
د بخښنې نړیوال سازمان په ۲۰۱۷م کال کي له هغه وروسته چي دې ته متوجه سو چي په زرونو کسان د دمشق په صیدنایا زندان کي اعدام سوي دي، له هغه څخه یې د " قتل گاه " په نوم یادونه وکړه.
د سوریې حکومت د مخالفینو د شکنجې له پاره په مخصوصو کوټو کي له څو کړنلارو کار اخیست: په دُرو وهل، برقي شوک، له خوب څخه محرومیت، د ښځو او نارینه وو بربنډول او جنسي تیری.
انځور: Ugur Yildirim/DIA Images/ABACAPRESS/picture alliance
د صيدنايا زندان يوه برخه
د دمشق په صيدنايا زندان کي پلټونکي، ملکيان او جنګيالي اوس هم په داسي پټو ځايونو پسې ګرځي چي ګومان کيږي اوس به هم هلته په سونو بنديان بند پاته وي. اوس په دغه زندان کي حتي ځيني ځايونه کيندل کيږي.
انځور: Basili Sandro/ABACA/picture alliance
د دمشق د صيدنايا زندان د شکنجې يوه خونه
د سوریې په زندانونو کي د" الوتونکی فرش" په نوم د شکنجې یو بل ډول وو چي قرباني کس به یې پر یوې تختې کښیناوه او وروسته به پیره دارانو د تختې دواړې خواوی پورته کولې او د زنداني کس زنگنونه او سینې قفس (پوښتۍ)به یې دومره سره نیژدې کول تر څو په بدن کي به یې د سخت درد سبب سي.