1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حماس د برید دوه کاله؛ اسرائیل د قربانیانو یاد تازه کوي

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ مهر ۱۵, سه‌شنبه

په داسې حال کې چې د غزې تړانګې په هکله د دونالد ترمپ د سولې پر طرحې خبرې اترې روانې دي، اسرائیل پر دغه هیواد د حماس د تر ټولو ستر برید د دویم کال پوره کیدو په مناسبت د قربانیانو د یادون مراسم ترسره کوي.

د شیران سلاوین مور پلار هم د قربانیانو د یادون په مراسمو کې ګډون کړی
د اسرائیل د رسمي شمیرو له مخې د حماس په برید کې په مجموع کې ۱۲۱۹ کسان وژل شوي ولانځور: Ariel Schalit/AP Photo/picture alliance

اسرائیل د سه شنبې (د اکتوبر ۷ نیټه) په ورځ په ۲۰۲۳م کال کې د حماس ترهګرې ډلې د برید په دویم کال د قربانیانو یاد تازه کوي. په ورته وخت کې د اسرائیل او حماس مرکچي پلاوي د دونالد ترمپ له خوا د سولې وړاندیز شوي طرحې په هکله پر خبرو اترو اخته دي.

دوه کاله مخکې په همدې نیټه د یوه فیستیوال په پای د حماس تر رهبرۍ لاندې ملیشه جنګیالیو پر اسرائیل یو پراخ برید ترسره کړ او هغه یې د اسرائیل په تاریخ کې پر یوې خونړۍ ورځ بدل کړ.

فلسطیني جنګیالي د اسرائیل او غزې له سرحدي پولې چې ډیر سخت امنیت یې نیول کیږي، تیر شول او د اسرائیل په سویل کې د موسیقۍ د یوه فیستیوال پر ګډون کوونکو یې ډزې وکړې او لاسي بمونه یې پرې وغورځول.

دواړو خواو ته تلفات

د اسرائیل د رسمي شمیرو له مخې په دې برید کې په مجموع کې ۱۲۱۹ کسان ووژل شول چې اکثریت یې ملکي وګړي ول. حماس ملیشه و ۲۵۱ کسان له ځان سره د یرغمل په توګه غزې ته بوتلل چې له دې ډلې ۴۷ تنه یې لا هم له حماس سره دي او د اسرائیلي پوځ په وینا ګمان کیږي چې له هغوي څخه ۲۵ تنه یې نور ژوندي نه دي.

د اسرائیل د رسمي شمیرو له مخې په دې جګړه کې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۷  نیټې څخه د ۲۰۲۵م کال د سپټمبر تر ۲۹ نیټې پورې په مجموع کې لږ تر لږه ۱۶۶۵ اسرائیلیان او بهرني اتباع وژل شوي دي.

اسرائیلي پوځ ویلي دي چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۲۷ نیټه په غزې کې د ځمکنیو عملیاتو له پيل راهیسې په دې جګړه کې د دغه هیواد ۴۶۶ عسکر وژل شوي او ۲۹۵۱ نور ټپیان دي.

په اسرائیل کې د قربانیانو د یادون مراسم

په اسرائیل کې د قربانیانو د یادولو له پاره مختلف پروګرامونه ترتیب شوي دي. د اسرائیل په سویل کې چیرې چې د حماس جنګیالیو دوه کاله مخکې د نوا موسیقۍ فیستیوال په ځای کې تر ۳۷۰ ډیر کسان ووژل او لسګونو نور یې یرغمل ونیول، د قربانیانو کورنیو او عزیزانو شمعې ولګولې او د یوې دقیقې له پاره یې خاموشي اختیار کړه.

اوریت بارون چې لور یې یووال له خپل نامزاد سره په دې فیستیوال کې ووژل شوه، د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې دغه ورځ یې د کورنۍ له پاره یوه «توره» ورځ وه.

په پلازمېنه تل ابیب کې د یرغملو په میدان کې هم مراسم پلان شوي دي، چیرې چې خلک هره اونۍ را ټولیږي او د حماس له خوا د یرغمل شوو د خوشې کیدو غوښتنه کوي.

په غزه کې د حماس تر کنترول لاندې روغتیا ادارې د شمیرو له مخکې په غزه کې د هوا، ځمکې او سمندر له لارې د اسرائیل په بریدونو کې ۶۷۱۶۰ کسان وژل شوي دي. ملګري ملتونه دغه شمیرې معتبرې یا د اعتبار وړ بولي.

د غزې د روغتیا اداره د ملکي خلکو او جنګیالیو ترمنځ توپیر نه کوي، خو یادونه کوي چې د وژل شوو کسانو تر نیمایي ډیر یې ښځې او ماشومان دي چې نږدې یو پر دریمه د وژل شوو کسانو له ۱۸ کلونو د کم عمر لروونکي ماشومان ول.

مخکې تر دې اسرائیل ویلي و چې په وژل شوو کې لږ تر لږه ۲۰ زره یې جنګیالي وو. د غزې تړانګې په ډیرو برخو کې کلي په بشپړ ډول له خاورو سره خاورې شوی دي. کورونه، روغتونونه، ښوونځي او د اوبو رسونې شبکې ویجاړې شوي دي. د غزې سلګونو زره اوسیدونکي د ګڼې ګوڼې په کمپونو کې شپې ورځې تیروي چې خوړو، اوبو او روغتیایي امکاناتو ته لږ لاسرسی لري.

 ۳۶ کلن حنان محمد چې له جبالیا څخه بې ځایه شوی دی، ویلي دي: «مونږ په دې جګړه کې هر څه له لاسه ورکړي دي. خپل کورونه، د کورنۍ غړي، دوستان او خپل ګاونډیان مو له لاسه ورکړي دي.»

نوموړي زیاته کړه: «د اوربند، د دې وینې تویدنې او نه ختمیدونکو مړګونو بندیدو اعلان ته په بې صبرۍ سره په تمه یم... بې له ویجاړۍ بل څه باقي نه دی پاتې شوی.»

د یوې نظر پوښتنې له مخې چې په دې وروستیو کې د ملي امنیت موسیسې له خوا ترسره شوې ده، وروسته له دوو کلونو جګړې څخه ۷۲ سلنه د اسرائیل خلکو ویلي دي چې د حکومت له خوا د جکړې د مدیریت کولو له طرز یا طریقې څخه خوښ نه دي.

اسرائیل او حماس اوس د جګړې د پای ته رسولو له پاره په نړیواله کچه له مخ پر ډیریدونکي فشار سره مخامخ دي. د ملګرو ملتونو سازمان یوه څیړنیز کمیسیون تیره میاشت اسرائیل په غزې کې په نسل وژنې تورن کړ.

د بشري حقونو ډلو حماس د اکتوبر د اوومې په برید کې د جنګي جنایت په ترسره کولو تورن کړی دی. خو دواړه خواوې بیا دغه تورونه ردوي.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

03:13

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل