1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیل او د اسلامي جهاد ډله پر یوه اوربند موافقې ته رسیدلي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۴, یکشنبه

د متقابلو بریدو پنځه ورځې وروسته، د اسرائیلو حکومت د اسلامي جهاد له وسله والې ډلې سره د جنګي عملیاتو پر بندولو موافقه کړې ده. اوربند د شنبې په شپه ۱۰ بجې پیل شوی دی. واشنګټن د دې موافقې هرکلی کړی دی.

Israel Gazastreifen | Explosion | Luftangriff auf ein Gebäude in Gaza
انځور: Ashraf Amra/AP Photo/picture alliance

د اسرائیلي او عربي رسنیو د رپوټونو په حواله پر اوربند د موافقې بهیر په ډیرې چټکۍ سره پرمخ لاړ. د اسرائیلو حکومت د اسلامي جهاد له وسله والې ډلې سره پر یوه اوربند موافقې ته رسیدلی دی.

د اسرائيلو هوايي بريدونو د «اسلامي جهاد» ډلې هدفونه په نخښه کړي

ویل کیږي چې اوربند باید د شنبې په ماښام په سمیه ایز وخت له لسو بجو وروسته پيل شوی وي. مخکې تر دې دواړه خواوې د مصر په منځګړیتوب سلا شوي ول.

دغه اوربند تر اوسه پورې په رسمي ډول نه هم د اسرائیل او نه هم د اسلامي جهاد په نوم سازمان له خوا تائید شوی دی. د دې موافقې تر مشخص کیدو لږ وروسته په سرحدي سیمه کې د خبرداري زنګونه غږول شوي دي.

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

د متقابلو نښتو له پیلیدو لږ وروسته مصر د منځګړیتوب وړاندیز وکړ، خو په هر حال د اوربند مذاکرات د خنډ او ځنډ سره مخامخ شول.

د مصري او اسرائیلي سرچینو په نقل د رسنیو رپوټونه وایي چې دواړه خواوې داسې یوې موافقې ته رسیدلي دي چې د استوګنې پر کورونو به له برید کولو څخه ډډه کوي.

امریکا د اوربند هرکلی کړی دی

امریکا د اسرائیل او اسلامي جهاد په نوم افراطي ډلې ترمنځ د اوربند د موافقې هرکلی کړی دی. د سپینې ماڼۍ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې د مصر د ټاکونکو دیپلوماتیکو هڅو له کبله له دغه هیواد څخه مننه شوې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه اوربند په اسرائیل او فلسطیني سیمو کې د لا زیاتو خلکو د وژل کیدو مخه نیسي.

اوربند د تیرې شپې راهیسې نافذ دی. د رسنیو د رپوټونو له مخې په لومړیو کې یو وار بیا نښتې پیل شوې، خو اوس وضعیت آرامه دی.

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

اسرائیلي پوځ د سه شنبې (د می میاشتې ۹ نیټه) په شپه د اسلامي جهاد ډلې پر وړاندې د «تیر او ډال» په نوم هوایې عملیات پیل کړل. اسرائیلي پوځ ویلي چې د اسلامي جهاد ډلې څو تنه لوړپوړې مشران چې د ایران له ملاتړ څخه برخمن ول په هدفمند ډول ووژل شول.

د دې ترهګریز سازمان موخه هم لکه د حماس سازمان په څیر چې پر غزې حکومت کوي، د اسرائیلو لمنځه تلل دي.

امریکا: اسرائیل د ایران د اټومي ګواښ پر وړاندې د اقدام آزادي لري

د اسلامي جهاد په نوم وسله واله ډله د اروپايي اتحادیې او امریکا متحده ایالاتو له خوا د یوه ترهګریز سازمان په توګه طبقه بندی شوې ده. په تیرو څو ورځو کې له غزې تړانګې څخه تر ۱۲۰۰ ډیر توغندي د اسرائیلو د ښارونو پر لور توغول شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل