1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزملبنان

اسرائيل ته د حزب الله ګواښ: د پيجرونو د چاودنو غچ اخلو

۱۴۰۳ شهریور ۲۸, چهارشنبه

په لبنان کي په چاودنو کي نهه کسان وژل شوي او په زرونو نور ټپيان شوي دي. په امريکايي رسنيو او بهرنيو آژانسونو کې د اسرائيل د لاس لرلو خبري کيږي.

په انځور کې لیدل کیږي چې په لبنان کې د پيجرونو تر چاودنو وروسته ټپيان روغتون ته انتقالیږي
په دې پيښه کې تر اوسه پورې د ۹ تنو د وژل کیدو او ۲۸۰۰ کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دیانځور: Hassan Ammar/AP/picture alliance

پیجر د مخابراتي اړیکو وسیله ده چې د راډیويي څپو له لارې د لنډ لیکل شوي متن او غږیز پیغام د استولو له پاره ترې استفاده کیږي.

رویټرز خبري آژانس د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د سپټمبر۱۸) د لبنیان د یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي او یوې سرچینې په حواله لیکلي دي چې د اسرائیل استخباراتي او ځانګړو عملیاتو سازمان موساد، څو میاشتې مخکې چاودیدونکي توکي په هغو ۵۰۰۰ پيجرونو کې ځای پرځای کړي ول چې د حزب الله په وسیله دغه هیواد ته راوړل شوي ول.

دغو پیجرونو د سه شنبې په ورځ تقریباً په یوه وخت کې د لبنان په مختلفو ښارونو کې انفجار وکړ. د لبنان د روغتیا وزارت د رپوټ پر بنسټ په دې پيښو کې ۹ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۸۰۰ نور ټپیان شوي دي. خو یو شمیر سرچینو د قربانیانو شمیر تر دې ډیر اټکل کړی دی.

د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخي، داسي ښکاري چې په لبنان کې پر يوه وخت د ډېرو پيجرونو چاودني دي، د اسرائيل ترخريبکارانه کار وي. «نيويارک ټايمز» ليکلي دي چې د اسرائيل استخبارات په دې توانيدلي دي چې د ارسال شوي پيجرونو راوګرځوي او پکښې څو ګرامه چاودېدونکي مواد ځای پر ځای کړي.  

رویټرز د لبنان د امنیتي سرچینې چې نوم یې پټ ساتل شوی دی په حواله ویلي چې د حزب الله ډلې د «ګلډ آپولو» په نوم د یوه تایواني شرکت د ۵۰۰۰ پیجرونو فرمایش ورکړی و، خو دغه شرکت وایي چې یاد پیجرونه دوی نه دي تولید کړي، بلکې یوه «اروپایي شرکت» د دې شرکت د برانډ له حق څخه په استفادې دغه پیجرونه جوړ کړي دي. 

د نوموړي شرکت بنسټ ایښودونکي بې له دې چې د تولیدونکي اروپايي شرکت نوم یاد کړي د رویټرز د پوښتنې په ځواب کې یوازې همدمره ویلي دي: «زموږ محصول نه و؛ یوازې زموږ تجارتي نوم پرې و.»

د هغو پيجرونو انځورونه چې د رویټرز له خوا ارزول شوي دي، داسې علایم او لیبلونه درلودل چې د «ګولډ اپولو» شرکت له پيجرونو سره یې مطابقت درلودل.

په دې پيښو کې ۹ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۸۰۰ نور ټپیان شوي ديانځور: Hussein Malla/AP/picture alliance

په همدې حال کې رویترز د یوې بلې امنیتي سرچینې په حواله لیکلي دي چې «حد اکثر درې ګرامه چاودیدونکي مواد په نویو پیجرونو کې ځای پرځای شوي ول او د حزب الله ځواکونه د څو میاشتو راهیسې ونه توانیدل چې دغه مواد کشف کړي.»

اسرائیلي چارواکو په دې اړه د رویټرز پوښتنې نه دي ځواب کړي.

حزب الله: «اسرائيل به خپله عادلانه سزا وويني»

حزب الله ويلي دي چي په لبنان کې د «جنايتکارانه تيری» مسئول اسرائيل دی او ويلي يې دي چې په غزه کې به د فلسطينیانو ملاتړ ته ادامه ورکړي. هغوی دغه راز ګواښ کړی دی چې اسرائيل به «يقيناً خپله عادلانه سزا وويني». د حزب الله مشر حسن نصرالله ويلي دي چې دی به د پنجشنبې په ورځ په يوه وينا کې په دې اړه خبري وکړي.

حماس افراطي سازمان چې له حزب الله سره متحد دی په لبنان کې چاودني «د صهيونيستانو ترهګر يرغل» بللی دی. دواړي ډلي حزب الله او حماس د څو هيوادونو له هغې ډلي آلمان له خوا د ترهګرو سازمانونو په توګه درجه بندي شوي دي.

حزب الله ته سخته ضربه

د لبنان د یوه امنیتي چارواکي چې نوم یې پټ ساتل شوی دی له دغو پيښو څو ساعته وروسته وویل چې دغه چاودنې «تر ټولو لوی امنیتي سرغړونه» وه چې دغه ډله ورسره د نږدې یوه کال راهیسې، له اسرائیل سره د جګړې په جریان کې مخامخ شوې ده.

د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا یوه پخواني افسر جاناتان پانیکوف هم وایي: «دغه چاودنې په واضح ډول په وروستیو لسیزو کې د جاسوسۍ ضد د حزب الله تر ټولو ستره ماته ده.»

یو شمیر رسنیو او حزب الله ته نږدې سرچینو هغه څرګندونې چې حسن نصر الله څه موده مخکې کړې وې چې په هغې کې یې د حزب الله ځواکونو ته له پيجرونو او دې ته ورته دستګاو څخه د استفادې کولو خبرداری ورکړی وو.

د هغو له جملې څخه د الجزیره خبري آژانس یادونه کړې چې نصرالله څو میاشتې مخکې د دغې ډلې له ځواکونو څخه غوښتي و چې د دا ډول الکترونیکي دستګاو استفادې ته دې د پای ټکې کیږدي. د هغه په وینا «اسرائیل په دغو دستګاو کې د نفوذ له اړین تخنیک څخه برخمن دی».

د حزب الله ځواکونو په دې وروستیو میاشتو کې له پیجرونو څخه استفاده ډېره کړې وه او د ملیشه ځواکونو ترڅنګ یې ژغورونکو طبي ځواکونو هم ترې استفاده کوله.

په ایران کې د مهر دولتي خبري آژانس په خپل رپوټ کې د یوه پيجر د انفجار له کبله په لبنان کې د ایران د سفیر د ټپي کیدو خبر ورکړی او زیاته یې کړې یې ده چې مجتبی اماني «سطحي ټپي» شوی دی.

د فرانسې خبري آژانس د لبنان د روغتیا وزیر الابیض، په حواله ویلي دي چې په دې پيښه کې ۲۸۰۰ کسان ټپيان شوي دي چې د ۲۰۰ وضعیت یې د انديښنې وړ دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب