1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد فلسطین سیمه

د حماس د یوه قوماندان وژل کیدل او سوریه کې د امریکا عملیات

شمس الرحمن ناصر | اسوشیټډ پریس،
۱۴۰۳ آذر ۷, چهارشنبه

اسرائیل په غزه کې د حماس د یوه لوړپوړې قوماندان مومن الجباري، د وژل کیدو خبر ورکړی دی. په ورته وخت کې امریکایي ځواکونو په سوریه کې په ایران پورې تړلې وسله والې ډلې باندې برید کړی دی.

د ملګرو ملتونو په حواله د دغو بریدونو اکثره قربانیان ښځې او ماشومان وي
د اسرائیلي چارواکو په وینا د حماس دغه لوړپوړی غړی پر هغې ودانۍ د برید په ترڅ کې وژل شوی دی چې پخوا ترېنه د ښوونځي په توګه استفاده کېدله. انځور: Mahmud Hams/AFP

اسرائیلي پوځ اعلان کړی دی چې د دغه هیواد د وسله والو ځواکونو په عملیاتو کې د حماس ترهګریز سازمان یو لوړپوړی غړی وژل شوی دی. د اسرائیلي پوځ د اطلاعاتو له مخې مومن الجباري، د غزې ښار په شمال کې د حماس د سنایپر یا نښه ویشتونکي واحد غړی و.

اسرائیلي پوځ ویلي دي چې الجباري به په غزې تړانګه کې د دغه هیواد د ځواکونو پر وړاندې د ترهګریزو عملیاتو مشري کوله او پخپله یې هم په کې نقش درلود.

امریکایي پوځ په سوریه کې د ایران پورې تړلې ډلې برید کړی

د امریکا متحده ایالاتو پوځ اعلان کړی دی چې په سوریه کې یې د ایران پورې تړلې یوې ډلې باندې برید کړی دی. د دې برید هدف د دغې ډلې د وسلو د زیرمتون یا ډیپو په نښه کول و. زیاته شوې چې دغه برید د دوشنبې په ورځ په سوریه کې پر امریکایي ځواکونو د برید په غبرګون کې ترسره شوی دی.

د امریکایي ځواکونو د قوماندې مرکز(سنتکام) اعلان کړی دی چې دغه عملیات په سیمه کې پر امریکایي او ائتلافي ځواکونو د برید پلانولو او عملي کولو له پاره د ایران پورې تړلو ځواکونو د توان کمولو په موخه ترسره شوی دی.

په دې رپوټ کې د دغې ډلې نوم او د عملیاتو ترسره کیدو دقیق ځای ته اشاره نه ده شوې.

په غزې کې د جګړې له پېل راهیسې ایران پورې تړلو ځواکونو په وار وار په عراق او سوریه کې د امریکایي ځواکونو پر پوځي مرکزونو بریدونه کړي دي. امریکایي پوځ هم په ځوابي بریدونو کې وخت ناوخته دغه ډلې په نښه کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب